د فاریاب موټرچلوونکي: د لوړ ټناژ تلو کې رانه ناقانونه پیسې اخیستل کېږي

د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار او اقینې بندر د لویې لارې یو شمېر موټرچلوونکیو په یوه اعتراضیه غونډه کې شکایت وکړ چې د میمنې ښار په دروازو کې د لوړ ټناژ تلو چارواکي له دوی ناقانونه پیسې اخلي.

د دغو موټرچلوونکیو له ډلې زمان خان او سعدالدین سلام‌وطندار ته وویل چې د تلو د چارواکیو له اخاذۍ تر پوزې راغلي دي.

د دوی په وینا، دغه چارواکي له هر موټر نه په ښاري کمربند کې له ۵۰۰ تر ۱۲۰۰ افغانیو ناقانونه پیسې اخلي. موټرچلوونکي زیاتوي، یادو مسوولانو پر دوی چور ګډ کړی او په ناقانونه توګه ترې پیسې اخلي.

په همدې حال کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې د میمنې ښار په دروازو کې د تلو چارواکي په ورځنۍ کچه له ۱۵ تر ۲۰ زرو افغانیو ناقانونه پیسې اخلي.

بله‌خوا د فاریاب د اندخوی ولسوالي د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس عبدالمجید نیازی هم وايي چې د ښاري کمربند چارواکي له موټرچلوونکیو او سوداګرو پیسې اخلي.

نیازی زیاتوي، موټرچلوونکي یا سوداګر د طالبانو د چک پاینټونو له امله نه شي کولای چې د خپلو مالونو اصلي سندونه له ځانه سره وګرځوي، خو په همدې پلمه د دوی مالونه او پرې بار موټر د ښار په دروازو کې درول کېږي او تر هغو یې نه پرېږدي چې پیسې یې نه وي ورکړې.

د فاریاب د ټولګټو چارو رییس فاروق د موټرچلوونکیو د شکایت په تړاو له سلام‌وطندار سره په خبرو کې پر چارواکیو پورې شوي تورونه رد کړل، خو زیاته یې کړه چې د دغې موضوع د سپیناوي لپاره یې پلاوی ټاکلی او که د موټرچلوونکیو تورونه ثابت شول، سرغړوونکیو ته به سزا ورکړل شي. 

دغه راز د فاریاب د ټولګټو ریاست چارواکي وايي، تر دې وړاندې هغه موټر جریمه کېدل چې خپل موټر به یې له حده زیات بار کړي وو، خو د حکومت مرکزي ادارې له امر سره سم دغه جریمه هم له منځه یووړل شوه او اوس له موټرچلوونکیو هېڅ ډول پیسې نه اخیستل کېږي.

اړوند مطالب:

طالبان د بلخ ـ کابل پر لویه لار له خلکو باج اخلي

جوزجان؛ د طالبانو د باج اخیستو مرکز له منځه لاړ

د کندوز ریکشا چلوونکيو تور؛ ترافیک باج اخلي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام