
د اپریل میاشتې لومړۍ ورځې ته "اپریل فول" وايي. دغه ورځ د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې نماځل کېږي او په دې ورځ ښکرور درواغ ویل کېږي.
"اپریل فول" په لویدیځو هېوادونو کې مخینه لري. انټرنیټ ته د خلکو لاس رسي او د ټولنیزو رسنیو په پراختیا کرا، کرا د افغانانو په منځ کې هم "اپریل فول" رایج شوه.
د اپریل په لومړۍ درواغ ویل یا هماغه غربي "اپریل فول" تر ډېره طنزي رنګ او بوی لري؛ هېوادوال په دې ورځ د غږیزو او فیسبوکي پيغامونو په وسیله اندېښنې ایجادوي.
د اپریل فول په ورځ د ټولنیزو رسنیو زیاترو کاروونکو پوسټونه د ترور او مړینې محتوا لري.
د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي لیکلي دي: "ولسمشر استعفا ورکړه."
د فیسبوک یو بل کاروونکي بیا لیکلي: "بي بي ګل، د هېواد لومړنۍ مېرمن مړه شوه."
دغه ډول د فیسبوک څوو نورو کاروونکو د افغانستان د پېژندل شویو څېرو د ترور په اړه پوسټونه کړي دي.
دا چې ولې ځینې هېوادوال د اپریل فول ورځ د ترور او وژنو په دروغو نمانځي په دې اړه طنز لیکوالان وايي، افغانان تراوسه د دې ورځې په اصلي منځپانګه خبر نه دي، چې دغه ورځ په څه ډول سوژو ونمانځي.

دوی وايي، چې وژنو، ترور، چاودنو او بریدونو د خلکو په ژوند سیوری کړی دی.
د طارق عظیم په نوم یو طنز لیکوال سلام وطندار ته وویل، په افغانستان کې موجود حالت د دې لامل شوی چې په هېواد کې د ساعت تېرۍ زیاتره موضوعات جنګ جګړو ته نسبت ورکول شي.
دی وايي، په افغانستان کې له سیاسیونو تر عادي وګړو هر ورځ په دروغو مرتکب کېږي.
د دغه طنز لیکوال په خبره، وطنوال د موضوع له شننې مخکې وارداتي ښکارنده خرابي ته وباسي.
یو بل طنز لیکوال حفیظ مصداق وايي، د هېواد ناسم وضعیت د دې لامل شوی عامه افکارو کې تاوتریخوالی ځای شي او ان دا چې دروغ هم خلکو ته وېرې او اندېښنې پیداکړي.
ده وویل، افغانستان باید یو ورځ د "رښتیا ویلو" په نوم مسما کړي تر څو هېوادوال په دې ورځ دروغ ونه وايي.
په برېټانیا، اتریش، نوي زیلاند او زمبابوې که د اپریل میاشتې د لومړۍ ورځې له ګهیځه تر غرمې اپرفول ده.
که چېرې یو کس له غرمې وروسته درواغ ووايي، د اپریل فول احمدق نوم ورکول کېږي؛ خو په ځینو هېوادونو کې د ورځې تر اخره ادامه لري.





