
د کابل ـ پروان پر لویه لار د یوې ټرافيکي پېښې له کبله ۱۷ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د کابل قرهباغ ولسوال محمدعظیم دلاقا د دې پېښې د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته وویل، د پنجشنبې ورځ ناوخته یوه کاسټر ډوله موټر چې له کابله د بګرام په لور روان و، د بګرام سړک نو سیمې کې له یوه هینو ډوله موټر سره ټکر کړی دی.
د نوموړي په وینا، د کاسټر موټر سپرلۍ کابل ته په یوه محفل کې د ګډون لهپاره تللي وو او بېرته کاپیسا ولایت ته روان وو.
د سړک کوچنیوالی او د موټرچلوونکو بېاحتیاطي د دې پېښې اصلي لامل ښودل شوی دی.





