
د کابل ښار په پلباغ عمومي سیمه کې زیات شمېر عینک پلورنځي شته دي. پهدې ځای کې د یو هټي مخې ته په لګېدلې ښیښه «د امنیتي ځواکونو لهپاره ۲۰ سلنه تخفیف» لیکل شوی او ځانګړی شویدی. هر یو لاروی څو شېبې د دغه تخفیف په اړه لولي او بیا پهخپله مخه ځي.
د ریحان عینکپلورنځي پهدې سیمه کې څلور کاله کېږي. دوی پېرېدونکیو ته د سترګو لېنزونه، د اورېدو الې، لمریزې او طبي عینکې جوړوي. د دې کار څښتن صفا محمد وايي چې له یو کال راهیسې یې د امنیتي ځواکونو سرتېرو او افسرانو ته دغه تخفیف ځانګړی کړیدی.
کله مو چې د دغه کار د انګېزې په اړه وپوښت؛ ویې ویل، هر څه امنیت پورې اړه لري. د امنیتي ځواکونو دغه قربانۍ لامل شوي چې خلک پهدې سیمه کې په خوندي توګه کارو بار وکړي چې له امله یې باید امنیتي ځواکونه له خپل وس او توان سره سم وپالل شي.
ښاغلی صفا محمد وايي، تراوسه کمشمېر سرتېري دوی ته ورغلي دي او زیاتوي، ښايي امنیتي ځواکونه دوی ته لهدې ځانګړي شوي تخفیفه لا هم خبر نهوي. کیسه کا هغوی چې دلته راغلي او له تخفیف ځینې خبر شوي زښته خوشالي یې څرګنده کړې.
دغه راز د کمپیوټر په مرسته د لید معلومول بله هغه چاره ده چې دوی یې په وړیا توګه امنیتي ځواکونو ته معلوموي.
د دې هټي کارکوونکی محمدصدیق وايي، د دوی عینکې له ۳۰۰ تر ۱۲۰۰۰ افغانیو بیې لري او امنیتي ځواکونو ته له ځانګړي شوي تخفیفه هېڅکله نه په شا کېږي.
صفا محمد له خلکو غواړي چې د خپل کار هره برخه کې تر خپله وسه له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.





