هرات کې د ټاکنو پروسې ملاتړ وشو

د هرات زرګونو اوسېدونکیو، سیاسي او مدني فعالانو نن د دې ولایت مخې ته راټول شوي وو او په یوه غږ یې د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټاکنو پروسې ملاتړ وکړ.

د هرات اوسېدونکي عین‌الدین اماني او احمدسعید عظمیان په‌دې اړه سلام‌وطندار ته وویل، هراتیان د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کوي او په‌کې ځنډ، لاسوهنې او د لنډمهالي حکومت جوړېدو له‌پاره هڅې ورته د منلو نه‌دي.

دوی زیاتوي، حکومت، په ځانګړي ډول د ټاکنو کمېسیون دې د راتلونکیو پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو له‌پاره بشپړ چمتووالی ونیسي او هغه کړۍ چې د ټاکنو پروسه کې خنډونه جوړوي یا هم نه غواړي پر خپل وخت ټاکنې وشي، دوی به یې پروړاندې ودرېږو.

په همدې حال کې د دې غونډې دوه ګډونوالې فرزانه او نفیسه وايي، دا ځل باید هغو کسانو ته رایې ورکړو چې د خپلو شخصي ګټو پرځای، ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او زموږ ښه استازولي وکړي.

بلخوا د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، هڅه کوي چې په‌دې ولایت کې د رڼو ټاکنو کولو له‌پاره تدابیر ونیسي. د فرهاد په وینا، امنیتي ځواکونه د هرات په بېلابېلو ولسوالیو کې عملیاتو کوي او د ټاکنو تر ورځې به د ټولو ټاکنیزو سایټونو بشپړ امنیت ونیسي.

د هرات اوسېدونکي داسې مهال د ټاکنو پروسې ملاتړ کوي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان ستر ملي اېتلاف د هرات په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه وتړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام