بادغیس کې د طالبانو د استېناف محکمې د رییس زوی د خپل اخښي له ښځې سره د زنا په تور ووژل شو

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت د طالبانو د استېناف محکمې د رییس قاضي احمد زوی اخندزاده عبدالرحمان، چې له پخوا نه یې د خپلې عمه له لور سره، چې د اخښي ښځه یې هم وه؛ جنسي اړیکه لرله.

د بادغیس والي ویاند خالد احمد صافي سلام وطندار ته تایید کړه، چې د بادغیس استېناف محکمې ته د طالبانو له خوا د ټاکل شوي رییس زوی د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې د طالبانو مشهور او بانفوذه شخص هم و، چې تېره ورځ (شنبې) غرمې مهال د خپل زوم له خوا د اخښي له ښځې سره د زنا پر فعل ولیدل شو او دواړه یې یوځای وژل.

د صافي په خبره، وژل شوې ښځه شېرین نومېدله، چې له ډېر پخوا نه یې له ملا عبدالرحمان سره نامشروع اړیکه لرله.

د بادغیس والي ویاند وايي، چې د اخندزاده عبدالرحمان پلار قاضي مولوي احمد په بادغیس کې د طالبانو یو له مشهورو قاضیانو دی، چې په دې ولایت کې یې د صحرايي محکمو حکمونه صادر کړي دي.

د صافي پر وینا، دا پېښه د بادغیس د قادس ولسوالۍ په «کاریز میرزا» سیمه کې شوې ده.

هغه زیاتوي، که څه هم په دې سیمه چې دا پېښه شوې، طالبان فعال دي، خو بیا هم امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې قاتل ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د قادس ولسوالي یو سیمه ییز چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د پېښې سیمه په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې ده، چې په هېڅ صورت امنیتي ځواکونه نه شي ورتللی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام