ولسي جرګه: د دیني ارشاداتو په نوم افراطیت د منلو نه دی

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د هرات ولایت د جامع جومات خطیب مجیب الرحمان انصاري د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د دیني ارشاداتو په نوم افراطیت د منلو نه دی.

د ولسي جرګې غړیو دغه راز پر حکومت غږ کړی چې که د دغه شان څرګندونو په اړه بې غوري وکړي، ښايي په هېواد کې نوې افراطي ډلې رامنځته شي.

د ښځو د بد حجابۍ او د امر بالمعروف او نهی له المنکر ادارې د جوړونې په اړه د هرایت د یوه دیني عالم څرګندونو په ولسي جرګه کې د خلکو د استازیو او په بلخ ولایت کې د ښځینه فعالانو انتقادونه پارولي. د هرات دارالعلوم مسؤل مولوي مجیب الرحمان انصاري په دې وروستیو کې په هرات ښار کې بېلبورډونه نصب کړي او پرې لیکلي یې دي چې د ښځو بد حجابي د نرانو د بې غیرتۍ له امله ده.

  د ولسي جرګې رييس میر الرحمان رحماني وايي، د افراطیت په نوم هېڅ شی د منلو وړ نه دي او ديني علما دې د شخصي قانون پر ځای د اساسي قانون پر چوکاټ کې عمل وکړي.

دغه راز د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن د حج او اوقافو وزارت په بې کفایتۍ تورنوي او وايي چې د مذهبي چارو، د جوماتو او ملا امانانو څارنه د حج او اوقافو وزارت له دندو دي.

له بلې خوا په بلخ ولایت کې یو شمېر ښځینه فعالانو د هرات ولایت د جامع جومات خطیب د مجیب الرحمان انصاري وينا نامسوولانه ګڼي.

دوی وايي، نفاق اچوونکې څرګندونې او په ښار کې د ښځو ضد بېلبورډونو ځوړندول په هېواد کې د عامه نظم ګډوډولو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د هرات ښار د ګازرګاه جامع جومات خطيب مجيب الرحمن انصاري  ويلي وو، اخلاقي فساد د ډېرېدو په حال کې دی او هرکله چې کوم کس د اخلاقي فساد په تور ونيسي نو شرعي حکم به ورباندې جاري کوي.

په دې تړاو:

مجیب‌الرحمان انصاري: موږ د حکومت د بې‌پروايۍ له کبله اقدام وکړ

د ښځو حقونو د فعالانو غبرګون؛ « د ښځې بې‌حجابي د نارينه د بې‌غيرتۍ له کبله ده»

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام