
زابل ولایت د یوولسو ولسوالیو له جملې نه په «خاک افغان، دایچوپان، اتغر او شملزو» څلورو هغو کې یو ښوونځی هم نه شته.
د دې ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وايي، چې په ټول زابل کې د ناامنیو له امله له نیمايي نه ډېر ښوونځي تړلي پاتې دي.
د زابل ولایت د پوهنې ریاست د انسجام او همغږۍ مسوول محمد موسی لودین نن یکشنبې د (نومبر پر ۲۷مه) سلام وطندار ته وویل، چې زابل ولایت ته په تشکیل کې ۲۲۲ بابه ښوونځي ورکول شوي دي؛ خو حالاتو او د ناامنۍ له کبله اوس ۸۴ بابه ښوونځي فعال او پاتې ۱۳۸ غیرفعال دي، چې په زرګونو زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې دي.
د لودین په خبره، د زابل په نورو ولسوالیو کې هم تړلي ښوونځي شته؛ خو یادو ولسوالیو کې یو ښوونځی هم نه دی پرانیستل شوی.
ده په ورته وخت کې دا هم وویل، چې په زابل کې د کلتوري دودونو او خور شوي بد ذهنیت له امله اکثره کورنۍ خپلې لوڼې او خویندې زده کړو ته نه پرېږدي.
د زابل د پوهنې ریاست د انسجام او همغږۍ مسوول همداراز زیاته کړه، چې د یونیسف په مرسته یې په ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې د چټکو زده کړو شاوخوا ۳۵۰ ټولګي جوړ کړي دي.

ده دا هم وویل، چې په دې ټولګیو کې ۴۷ زره او ۲۶ زده کوونکي چټکې زده کړې کوي، چې ۲۵ سلنه یې نجونې دي.
د ده په خبره، لس سلنه ښوونځي يې ودانۍ نه لري، چې اکثره زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې یا په کرايه شویو کورونو کي درس ته ناست وي.
د زابل د پوهنې ریاست د انسجام او همغږۍ مسوول وايي، د تشکیل کمښت يې بله هغه ستونزه ده، چي د دوی کارونه يې له ځنډ سره مخ کړي دي.
د ده په خبره، د دې ولایت د تړلو شویو ښوونځیو یوه ستونزه دا ده، چې تشکیل یې نورو ولایتونو ته ورکول شوی او که اوس ترې د زابل اوسېدونکي د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړي؛ دوی یې غوښتنې ته مثبت ځواب نه شي ویلی.
د زابل ولایت د پوهني ریاست په داسې حال کې د زیاتو ښوونځیو د تړلو خبره کوي، چې څه موده مخکې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړیو هم ویلي وو، چې د یاد ولایت ځېنو ولسوالیو کې د وسله والو ډلو فعالیتونه او تحریکونه زیات شوي اود عامو خلکو ژوند ګواښي.





