
د هرات د حج او اوقافو ریاست مسوولان د دغه ولایت د ښار په کچه د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ډلې د فعالیت خبر ورکوي او وايي، یادې ډلې له تېرو درې ورځو راهیسې خپل فعالیت پیل کړی دی.
د هرات د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني سلاموطندار ته ویلي چې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ډله له پخوا راهیسې د دغه ریاست په چوکاټ کې وه، خو د پام وړ فعالیت یې نه درلود.
د نوموړي په وینا، دغه ډله درې کسیزه ده چې د هرات ښار ټولې برخې څاري. هغه زیاتوي، یاده ډله «منکرانو» ته د لارښوونې مسوولیت لري او د اړتیا پر مهال له پولیسو مرسته غواړي.
د حقاني په باور، یو شمېر رسنۍ د اسلامي قانون خلاف، د اسلامي باورونو خلاف خپرونې کوي او ځوانان له لارې وباسي.
هغه نارینه ډاکټرانو ته د ښځینه ناروغانو د ورتګ په اړه هم شکایت کوي او وايي، ښځې باید د سنوګرافي معاینې لپاره نارینه ډاکټرانو ته ور نه شي.
د هرات د حج او اوقافو رییس وايي چې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ډله فرهنګي اړخ لري او د چا شخصیت ته زیان نه رسوي.
هغه داسې مهال له هر ډول تعرض نه د خلکو شخصیت خوندي بولي چې یادې ډلې ته یې لارښوونه کړې، څو د منکرانو پر وړاندې له پولیسو همکاري وغواړي.
د هرات د حج او اوقافو ریاست د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ډلې فعالیت د دغه ولایت د اوسېدونکو سخت غبرګون را پارولی دی.
د هرات اوسېدونکو له سلاموطندار سره په مرکه کې ویلي چې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ډلې دغه کار- د طالبانو لپاره د وضعیت جوړولو په معنا بولي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس اریا رووفیان وايي، د رسنیو د نشراتو څارنه او ارزونه د دغې ادارې مسوولیت دی او هېڅوک حق نه لري چې رسنۍ سانسور ته اړ باسي.
یو شمېر رسنیو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو هم د هرات د حج او اوقافو رییس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هېڅ اداره د رسنیو د کار محدودولو حق نه لري.





