د پروان د سېلاب ځپليو د قربانيانو شمېرې ناسمې اعلانېږي

د پروان ولايت د روغتون او عامې روغتيا رياست ۳ باوري سرچينې د نوم نه خپراوي په شرط سلام‌وطندار ته وايي چې د سېلابونو له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه د پروان د ملکي روغتون د رهبرۍ له لوري د شمېر ورکړه ناسمه ده.

د سرچينو په وينا، هغه شمېر جسدونه چې روغتون ته ور وړل شوي او هغه شمېر چې رسنيو سره شريک شوی ۱۰ نه تر ۱۲ جسدونه توپير لري او همداراز د ټپيانو شمېر کې هم توپير دی چې روغتون ته وړل شوي ټپيان او رسنيو سره يې شريک شوي شمېر کې ۱۵ ټپيان توپير کوي.

د پروان ولايت د ملکي روغتون د نرسنګ مدير محمد صادق وايي، سره له دې چې د قربانيانو د شمېر نوملړ د دوی دنده ده؛ خو دې ولايت کې د سېلابونه له راوتو وروسته د يادو قربانيانو شمېر او د نوملړ جوړولو مسووليت د روغتون امر پر غاړه اخيستی دی.

د ياد ولايت د عامې روغتيا رييس صفي‌الله وارسته د يادو تورونو په اړه څه نه وايي خو زياتوي چې ياد تورونه ډېرې څېړنې ته اړتيا لري.

د پروان ولايت د مدني ټولنې مسوول محمد شفیع مشفق د يادو شمېرو په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې دا کار بايد د بېړنيو حالاتو د کمېټې له لوري ترسره شوای وای.

د ياد ولايت والي فضل‌الدین عیار وايي، ښايي يو شمېر کسان له دې وضعيته ګټه واخلي؛ خو هغه ميکانيزم چې جوړ شوی ډېر ژر به د فاسدانو له مخ نه نقاب لرې کړي.

د پروان د ملکي روغتون امر عبدالقاسم سنگین سلام‌وطندار ته وايي، د ياد بنسټ په ټولو کارونو کې په ځانګړې توګه د جسدونه په ثبت کې کشفي او امنيتي ارګانونه حضور درلود او جسدونه له بشپړې پېژندنې او ثبت وروسته تابوت کېدل.

د نوموړي په وينا، د چهارشنبې تر مازديګره پورې د سېلابونو له کبله د مړو شويو او ټپيانو شمېر ۱۱۶ او د ټپيانو ۱۲۸ ته لوړ شوی و.

د پروان ولايت د ملکي روغتون د مسوولانو له لوري د قربانيانو د خيالي شمېرو ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې حکومت د سېلاب د هر قرباني کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ ځانګړې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام