
د لوګر سیمه ییز مسوولان وايي، چې په دغه ولایت کې د ناوړه دودونو له امله نجونې مجبوريږي، چې مخکې له وخته ودونو ته غاړه کېږدي.
د دوی پر وینا، نجونو په بدل او بد کې ورکول هغه ناوړه دودونه دي، چې په دغه ولایت کې زیات شوي دي.
د لوګر د ښځو چارو رییسه شیما زرګر وايي، چې په تېر یوه کال کې ۵۰ رسمي او ۹۶ غېر رسمي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو پېښې ثبت شوې دي.
د نوموړې پر خبره، په دغو پېښو زیاته برخه اجباري ودونو او بد ورکولو په اړه دي.

مېرمن زرګر زیاتوي، چې د تاوتریخوالو د کچې کمولو په موخه يې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ځينې پلانونه عملي کړي، چې تر اوسه يې ښه پایله درلوده.
خو د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران وايي، د دغو قضیو د زیاتېدو یوازنی علت دا دی، چې په یاد ولایت کې د تاوتریخوالو قضيې په جدي توګه نه څارل کيږي او د عامه پوهاوي کچه هم کمزورې ده.
مېرمن هجران زیاتوي، ښځې په دې نه پوهيږې، چې څنګه او له کومې لارې خپلې ستونزې له دولتي چارواکو سره شریکې کړي.
شکریه، د هغو لسګونو نجونو له ډلې ده، چې په دغه ولایت کې يې اجباري واده ته غاړه ايښې.

هغه چې د لوګر د پل علم اوسېدونکې ده سلام وطندار ته وویل: "خپل چپ او ښې لاس مې نه پېژنده، چې کورنۍ مې یو ۶۵ کلن سړی ته په نکاح کړم ".
شکریې زیاته کړه، چې وروسته له څو میاشتو يې مېړه له کوره شړلې او اوس د خپل پلار کره اوسېږي.
هغې وویل، چې د خپل زوړ مېړه له خوا ډېر وهل او ټکول شوی دی.
د شمېرو له مخې په ۲۰۱۴ م ز کال کې ۲۰۲۶ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو قضيې ثبت شوې دي.
همدارنګه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د بشري حقونو په بېلابېلو دفترونو کې ۱۳۹۲ شکایت کوونکي د بشري حقونو دفتر ته ورغلي، چې په ۱۳۹۱ م ز کال ۱۷۵۰ قضيې دي.
په ۱۳۹۲ م ز کال د ټولو شکایت کوونکو شمېر ۲۱۵۹ تنو ته رسېده.
د ۲۰۱۴ م ز کال په پرتله په ۱۳۹۲ م لمریز کال د تاوتریخوالو کچه ۳،۶ سلنه کمه شوې او د ۱۳۹۱ م لمریز کال په پرتله بیا ۱۵،۸ سلنه زیاته شوې.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د تازه خپور شوي راپور له مخې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو زیاتېدو له امله په ۲۰۱۵م ز کال کې ۳۷ سلنه د ښځو تلفات زیات شوي دي.
افغانستان د نړۍ ۱۸۷ هغو هېوادونو په ډله کې شمېرل کيږي، چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د محوې کنسوانسیون لاسلیک کړی دی او له هغه وروسته موظف دی، چې د دغه قانون ټولې مادې عملي کړي؛ خو په دغه برخه کې د نړېوالو له لوري د زیاتو مرستو سره سره اوس هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو زیاتې قضيې ثبتيږي.





