 - Copy 1.jpg)
یو شمېر مدني فعالانو د افغان حکومت او اروپايي اتحادیې تر منځ د "پرمختګ ګډه لار" هوکړه لیک په لاسلیکولو اعتراض کړی، چې له مخې به یې له اروپايي هېوادونو افغانستان ته افغان پناغوښتونکي وروګرځول شي.
دغه مدني فعالان وايي، د "پرمختګ ګډه لار" هوکړه لیک باید لغوه شي او د افغان پناغوښتونکو ستونزو ته سیاسي لار ولټول شي.
دغو مدني فعالانو نن (پنج شنبه) ورځ په کابل کې په جوړې شوې غونډه کې وویل، چې د افغان حکومت او اروپايي اتحادیې تر منځ د پناغوښتونکو راویستلو هوکړه لیک د جینوا او نور نړیوالو میثاقونو مخالف دی.
د احمد ذکي په نوم یو مدني فعال وویل، ملي یووالي حکومت د ۱.۲ میلیونه په کور دننه بې ځایو شویو له پاره، د استوګنې، اوبو، خوراکي توکو او د کاري زمینې برابرولو توان لري؛ نه باید چې له اروپايي اتحادیې سره د ۸۰ زرو افغان پناغوښتونکو د بېرته راتګ هوکړه لاسلیک کړی وای.
د ذکي په خبره، حکومت باید لومړی امنیت تایمن کړي او بیا دې پناغوښتونکي هېواد ته راستانه کړي.
په دې غونډه کې د افغان کډوالو د ملاتړ او سلا مشورې موسیسې رییس عبدالغفور رفیع وویل، مخکې له دې چې د اروپايي هېوادونو په پارلمان کې د "پرمختګ ګډه لار" هوکړه لیک باندې بحث او استدلال وشي؛ حکومت او اروپایي اتحادیې لاسلیک کړی دی.
 - Copy 1.jpg)
د رفیع په خبره، حکومت باید له دې لاسلیک مخکې د کډالو نظرونه پوښتلي وی.
په ورته وخت کې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام وطندارته وویل، حکومت له اروپايي هېوادونو په داوطلب ډول بېرته راستنېدونکو پناغوښتونو ته لازم چمتووالی لري او او دوی له پاره یې له مخکې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
مرتضوي وايي، که مدني ټولنې له پناغوښتونکو بېرته راستنېدو په اړه جامع پروکرام لري له حکومت سره دې شریک کړي ترڅو له بېرته راستنېدونکو سره په ښه ډول مرسته وشي.
له بل لوري میرویس بشرپال چې یوه اونۍ مخکې له ناروي هېواده افغانستان ته له خپلې کورنۍ سره بېرته ستونی شوی وايي، چې ناامني، بېکاري او غربت د دې لامل شو، چې هېواد پرېږدي.
بشرپال وویل، د اروپا ته د تګ له پاره یې زیاتې پیسې لګولي، خو د "پرمختګ ګډه لار" هوکړه لیک په اساس افغانستان ته په ناخوښوی راګرځول شوی.
دی وايي، که هر ډول وي بېرته ځان اروپايي هېوادونو ته ورسوي او په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغان پناغوښتونکو ته وايي، افغانستان دې نه راځي.
دغو مدني فعالانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د "پرمختګ ګډه لار" هوکړه لیک له ولسواکۍ سره په ټکر کې دی او اروپايي ټولنه د دې هوکړې په عملي کولو سره د نورو هېوادونو د پناغوښتونکو ویستل هم ازمایښت کوي.





