
د کندوز جګړه ویرانونکې پایلې لري، سلګونه کندوزي ماشومان، ښځې او نارینه په دغه جګړه کې مړه یاهم ټپيان شوي، زر ګونو کسانو خپل کورونه پريښي؛ تخار لقانو، مزار او کابل ته کډه شوي، یو شمېر يې وږي او په سرلوڅو ځایونو کې د سرک پر سر شپې او ورځې تېروي.
د هېواد یو شمېر اوسېدونکو د جګړه ځپلو وګړو سره همدردي وښوده.
دوی تخار ولایت ته سلګونه بې ځایه شوي کندوزیانو ته وینه ورکړه او بې ځایه شویو ته د کالیو او سرپناه زمینه برابره کړه.
روزيبای لومړی تخاري بزګر دی، چې د کندوز جګړه ځپلو سره مرستې ته يي ور ودانګل او هره شپه څو منه اوړه په خپل کور کې پخوي او پر دغو بې ځایه شویو کسانو يې ویشي.
خو دغه بزګر هیله لري، چې تر ۱۰۰ منه اوړو پورې دغو بې ځایه شویو کورنیو ته ډوډۍ پخه کړي او پر دوی يې وویشي، نوموړی پرته د جنګ جګړو د یو سوله ییز هېواد هیله لري.
هغه سلام وطندار ته وویل: " له دغې بدختۍ او شر څخه دې زموږ وطن خلاص شي هېڅوک هېچاته په دې وطن کې لاس نه دی ورکړی زما هیله همدا ده چې یوبل ته لاس ورکړو او سوله ییز هېواد جوړ کړو"
دغه بزګر د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ "چایله" کلي اوسیدونکی دی.

هره شپه له خپلې میرمنې سره ډوډۍ پخوي او د ورځې له خوا په ډک لاس دغو بې ځایه شوو ته ورځي.
دی وايي، چې مسلمان باید د اړمنو کسانو سره مرسته وکړي: " مسلمان هرڅه چې وي باید د مسلمانۍ احساس ولري ورونه هرڅه چې لري باید د بې وزلو سره مرسته وکړي."
په همدې حال کې د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي، له هغې چې د زرګونو بې ځایه شویو په اړه سیمه ییز حکومت اندېښنه څرګنده کړه، خو ددغه ولایت له مرکز، ولسوالیو او کلیو څخه د اړمنو خلکو له پاره مرستې د دوی اندېښنې پای ته ورسولې.
نوموړي زیاته کړه، چې تر نن ورځې پورې د ۵۰ زره بې ځایه شویو، چې په بېلابېلو کمپونو کې پراته دي لاس نیوی يې شوی.
تیمور زیاتوي، چې هټیوالو، محصلانو او صنفي ټولنو هم د دغو بې ځایه شیوو سره مرستې کړې دي او د ښار هټیوالو یو نیم میلیون افغانۍ د دغو خلکو سره مرستې په موخه راټولې کړې او دولتي کمېسیون ته يي سپارلې دي.
دغه راز، د تخار مدني فعالان او خبریالان هم تر نیمې شپې پورې پر دغو بې ځایه شویو ډوډۍ او د اوبو ویشلو ترڅنګ د دوی وسایلو اوکالیو ځای پر ځای کولو لګیا وي.
په تخار ولایت کې یو مدني فعال وحید بکتاش وايي، چې دوی د اړمنو په هکله ډېر جدي دي او هڅه کوي، چې ضروریات يې پوره کړي.
د جګړه ځپلو او بې ځایو شویو سره د داسې اوسيدونکو انساني چلند د هېوادوالو له ښوو کړنو یوه نمونه یادولی شو.
تل د جنګونو په دوران کې عامو خلکو د ورانکارو جنګونو او مرمیو ته همداسې مثبت ځوابونه ورکړي.
د داسې ورځو هيلې غوړېدلي، چې د روزيبای په شان خلک خپلو هیلو ته ورسیږي او په هېواد کې تل پاتې سوله راشي.





