د کابل د عالمانو شورا: د افغانستان د عالمانو شورا دنده دې موږ ته وسپارل شي

په کابل کې یو شمېر دیني عالمان، د جوماتونو ملاامامان او د پلازمینې د عالمانو شورا ځينې غړي له افغان حکومته غواړي، چې د افغانستان عالمانو شورا غړي دې له دندو ګوښه کړي.

دوی وايي، چې د عالمانو شورا په خپلو کړنو کې پاتې راغلي او باید پرځای يې ځوان دیني عالمان په دغه شورا کې پر دندو وګومارل شي.

د کابل د عالمانو شورا د دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، چې بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د طالبانو برید د سیمې د استخباراتو کار د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دی.

د کابل د عالمانو شورا رییس عبدالبصیر حقاني غونډې کې د افغانستان سراسري شورا غړي په ناغیړۍ تورن کړل او له ولسمشرۍ ماڼۍ يې وغوښتل، چې باید د دوی پرځای د کابل د عالمانو شورا پر دندو وګومارل شي.

د کابل د عالمانو شورا غړی محمد سالم محسني هم وايي، چې اوس‌مهال د سیمې استخبارات ځینې کسان د جهاد له‌پاره افغانستان ته استوي، ترڅو بې‌ګناه کسان ووژني په داسې حال کې چې افغانستان کې د جهاد حکم لغوه دی.

د محسني پروینا، د اسلامي قانون پر بنسټ افغانستان کې د جهاد شرایط نشته.

"په افغانستان کې د جهاد ادعا دروغ او د اسلام دستوراتو خلاف دی ددې له پاره چې هیڅ یو معیار چې پر بنسټ يي باید د جهاد ادعا وشي په افغانستان کې نشته افغانستان دارلحرب او دارلکفر دی معیارونه صدق نه کوي خلک مسلمانان او افغانستان یو اسلامي هیواد دی."

د کابل د عالمانو شورا د عامه پوهاي روښانه کولو په برخه کې سراسري شورا ناکامه بولي او وايي، سره له دې چې پر دغې شورا زیاتې پیسې لګیدلي بیاهم لاسته راوړنې نه لري.

خو د افغانستان د عالمانو سراسري شورا ویاند محمد قاسم حلیمي وايي، چې په هیواد کې د پیښو په اړه د شورا دریځ تل روښانه و او چپ پاتې شوي نه دي.

 حلیمي زیاته کړه، د پیښو په اړه دریځ یوازې د عالمانو شورا مسوولیت نه‌دی، بلکې د ټولو جوماتونو ملایان او دیني عالمان باید د ورته شان پیښو په تړاو خپل اسلامي او انساني مسوولیت پر ځای کړي.

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا ویاند وايي، په دې شورا کې د بدلونونو راوړلو سره د هیوا ستونزې نه هواریږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام