د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د ارمان لوڼي د وژنې خلاف لاریونونه وشول

دا لاریونونه نن له غرمې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، ارمان لوڼي د وژنې خلاف ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیکا، کابل او یو شمېر نورو سیمو کې وشول.

د روانې میلادي نومبر میاشتې پر دویمه پاکستاني حکومت د بلوچستان په پښتون‌مېشتې ولسوالۍ،  لورلای کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر سړي، ارمان لواڼی په وهلو، وهلو ووژلو چې له امله یې پاکستان، افغانستان او نوره نړۍ کې د پښتنو او غیرپښتنو احتجاجونه راوپارېدل.

وژل شوی ابراهیم ارمان لوڼی د یاد غورځنګ د فعالې وړانګې لواڼۍ ورور و.

ننګرهار او کونړ کې سلګونه لاریونوالو د ارمان لوڼي بې‌رحمانه وژل وغندل او پر پاکستان حکومت یې غږ وکړ چې پښتون وژنه ودروي.

کونړ کې هم ګڼ شمېر کسانو اسداباد ښار کې د یو مارش په ترسره کولو سره د ارمان لوڼي د وژنې د غندلو تر څنګ له پاکستاني حکومته پر کونړ او نورو ولایتونو د توغندیزو بریدونو د درولو غوښتنه هم کوله.

دوی ویل، پاکستاني حکومت له ۷۰ کالو راهیسې د خېبر‌پښتونخوا پښتانه له انساني حقونو محروم ساتلي دي، وژلي یې دي او له ژونده یې محروم کړي‌دي.

هاخوا سویل‌ختیځ خوست کې هم سلګونو کسانو د پاکستاني حکومت او ارمان لوڼي وژلو خلاف لاریون کړی.

دوی  د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ شعارونه ورکول او ویل یې، پښتنو تل خپل حقوق د عدم تشدد پر بنیاد غوښتي؛ خو برعکس پاکستاني حکومت ورسره تشدد کړی او هغوی یې ځپلي دي.

په ورته مهال له کابل، مزارشریف، پکتیکا ورهاخوا، د پاکستان په ډېرو ښارونو، جرمني، امریکا او سویډن کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ او د ارمان لوڼي د وژلو او پاکستان خلاف لاریونونه شوي او ځېنو سیمو کې لا هم روان دي.

پاکستان کې پر پښتنو د شویو او روانو ظلمونو خلاف د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ کال وړاندې رامنځته شوی چې تر اوسه یې په لر، بر او ګرده نړۍ کې غږ بدرګه شوی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام