
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوارونو کې ۵۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره نن پنجشنبه د (حمل میاشتې تر ۲۸مې) ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۸۴۰ ته رسیږي.
ښاغلی مایار وايي، له دغو ۵۶ تازه پېښو څخه کابل کې ۳۷، هرات کې ۱۱، بلخ کې ۶ او ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت هېواد د کرونا د پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي او وايي، تراوسه ۲۵.۷ سلنه ښځې او ۷۴.۳ سلنه نارینه په کوویډ ۱۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
یانې له ۸۴۰ مثبتو پېښو څخه ۶۲۴ یې نارینه او ۲۱۶ یې ښځینه دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي، چې هېواد کې تر دامهاله له ۲۰ څخه تر ۲۹ پورې عمرلرونکي ځوانان تر نورو زیات په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د هغه په وینا، تراوسه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې هرات، کابل او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.
افغانستان کې له کرونا ویروس څخه تراوسه ۵۴ کسان ښه شوي او ۳۰ نور مړه شوي دي.





