
د عامې روغتیا وزارت او څوو ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د ۹،۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۲۰۶ بابه روغتیايي مرکزونو جوړولو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړهلیک لهمخې، دغه شمېر روغتیايي مرکزونه په هرات، کندهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، غزني او کابل ولایتونو کې جوړیږي.
د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز د هوکړهلیکونو لاسلیک پر مهال وویل، د دغو روغتیايي مرکزونو جوړولو لګښت د نړیوال بانک له لوري ورکول کېږي.
د ښاغلي فېروز په خبره، په تېرکال کې ۱۸ ولایتونو کې ۱۷۲ بابه روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.

هغه زیاتوي، د دغو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره به د روغتیا په برخه کې د خلکو اړتیاووې پوره شي.
ښاغلی فېروز وايي، د دغو مرکزونو جوړول لامل کېږي، څو خلک په سادهګۍ سره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې اړتیاووې رفعه کړي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي زیاتوي، په ۱۳ ولایتونو کې د ډاکترانو د حقونو ۴۰ سلنه زیاتوالی، د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او په کابل او هرات ولایتونو کې له اچ آی وي ناروغۍ سره د مبارزې خدمتونو وړاندې کول د دغه هوکړهلیک له نورو مهمو مواردو دي.





