نن د ایډز یا HIV سره د مبارزې نړیواله ورځ ده

هر کال په ټوله نړۍ کې د ډېسمبر لومړۍ نېټه له ایډيز سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال تر پایه په ټول هېواد کې د ایډز ۲زره او ۸۶ پېښې ثبت شوي دي.

د ایډیز د کنټرول ملي پروګرام تخنیکي مرستیال محمد یونس برګامي سلام وطندار ته وویل، چې د ۲زرو او ۸۶ کسانو له ډلې۸۳ سلنه نارینه او ۱۷ سلنه ښځينه پر ایډز ناروغۍ اخته شوي دي.

د برګامي پر خبره، له دې جملې ۶۶ ماشومان هم پر ایډز ناروغۍ اخته شوي دي.

نوموړی وايي، چې پر ايډز د اخته کسانو ډېر شمېر په هرات، کابل او ننګرهار ولایتونو کې تشخیص شوي دي.

برګامي وویل، اوسمهال ۴۳۳ پر ايډز اخته ناروغان تر درملنې لاندې دي او دغه راز د ۵ زرو په شاوخوا کې هغه کسان چې د ایډز ترزیق کوونکي ناروغان دي؛ وقایوي درملنې ته لاس رسی لري.

د ایډز د کنټرول ملي پروګرام مرستیال محمد یونس برګامي د دې ناروغۍ د زیاتوالي په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې له پخوا څخه اوس د ایډز ناروغۍ د پېښو د تشخیص مرکزونه ډېر شوي دي.

د نوموړي پر خبره، پخوا په ټول هېواد کې د ایډیز ناروغۍ پېښې په ۵ روغتیايي مرکزونو کې تشخیص کېدلې، خو اوس د دغو مرکزونو شمېر په ټول هېواد کې ۳۹۶ ته رسېدلی دی.

د ایډيز د درملنې د مرکزونو د مالوماتو پر اساس پر ایډز اخته ډېر هغه یې پخواني ناروغان دي.

ادریس عزیز یو له هغو ناروغانو دی، چې په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د نشه یې د ګډې ستنې د کارولو له امله په ایران کې پر ایډز اخته شوی دی.

ادریس سلام وطندار ته وویل، پخوا یې د ایډز په اړه پوهای نه درلود او په ۲۰۰۹ کال کې په هېواد دننه په یو روغتون کې یې ناروغي تشخیص شوه.

عزیز اوس له لسو نورو ملګرو سره د یوې موسیسې له خوا نورو کسانو ته د ایډز ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

جنسي اړیکې، له یوې پاڼه کۍ د خریلو له پاره ګډه استفاده، د غاښ وېستلو نه تحکیم شوي وسایل او پر ایډز د اخته مور د شیدو ورکولو په وسیله ماشوم او سالمو کسانو ته د ایډز د لېږدولو لاملونه دي.

دغه راز د ایډز د نړیوالې احصايې د معالوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۶،۷ میلیونه کسانه په ایډز اخته شوي دي، چې ۱،۸ میلیونه يي ماشومان دي.

د روغتیايي راپور پر بنسټ په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې۱،۱ میلیونه کسان د ایډز د ناروغۍ له امله وژل شوي دي.

د راپورنو پر بنسټ د دې ناروغۍ د پیدا کېدو او تشخیص راهیسې په ټوله نړۍ کې ۷۸ میلیونه کسان په ایډز اخته شوي او ۳۵ میلیونه انسانان یې وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام