جوزجان؛ ښځې او ماشومان نشه‌يي توکي پلوري

په مستعار نوم ۲۴ کلنه آی‌خال وايي چې د خپل لېور له لوري په زوره په مخدره توکو روږدې شوې او وروسته د نشه‌يي توکو پلورلو له‌پاره ګومارل شوې چې خپلو ماشومانو ته نفقه پیدا کړي.

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار سره خبرو کې تاییدوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د مخدره توکو پلورونکي او دغه ولایت کې د روږدو کسانو شمېر زیاتېږي.

د جوزجان دوه اوسېدونکي محمد قربان او مرام وايي، د مخدره توکو پلور له‌پاره له ښځو او ماشومانو څخه ګټه اخېستل، دې ولایت کې د نشه‌يي توکو پلورونکیو نوې تګلاره ده.

دوی یوازې له دې ستونزې شکایت نه‌کوي، بلکې ادعا کوي چې له غلو نه په جومات کې څپلۍ او بوټان او نه په هټیو کې سودا خوندي پاتې کېږي.

ورته مطالب:

طالبان له جوزجانه ترکمنستان ته د نشه‌يي مواد قاچاقوي

خوستي‌ ځوانان د نشه‌یي توکیو پرضد مبارزه کوي

بغلان کې زورواکانو د نشه‌یي توکو بازار تود کړی

هاخوا د جوزجان یو شمېر روږدي تاییدوي، وايي چې ښځو او ماشومانو څخه د ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو په بدل کې مخدره توکي ترلاسه کوي.

خو د جوزجان د امنیې قوماندانۍ امنیت امر کمال‌الدین یاور دې ولایت کې د ښځو له لوري د مخدره توکو پلورل ردوي او د عاملانو په مجازاتولو ټینګار کوي.

د کره سرچینو په وینا، د درزاب بندر سرای کې د جوزجان مرکز او ولسوالیو او د نورو څنګ ولایتونو څخه ۱۰۰ یو ۱۵۰ روږدي ځای پرځای شوي چې هر یو یې ۲۴ ساعتونو کې له ۱۵۰ نیولې تر ۶۰۰ افغانیو پورې مصرف لري.

د سرچینو په خبره، په مخدره توکو روږدي کسان د نشه‌يي ټوکو پیسې د غلا او زړو اوسپنو راټولولو له لارې ترلاسه کوي چې د درزاب بندر سرای د تورو وسایلو او قیمتي توکو په بازار هم پېژندل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام