
د فراه د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان نن هرات ښار کې راغونډ شوي او دغه ولایت کې کوویډ ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د حکومت په نه پام نیوکه کوي.
د فراه د ولایتي شورا معاون او سرپرست شاه محمود نعیمي وايي، لس ورځې کیږي چې د کرونا ویروس ۷۵ مشکوک موارد یې د هرات لابراتوار ته استولي، چې تراوسه یې د ۵۰ مشکوکو مواردو پایلې نه دي مشخصې شوي.
ښاغلی نعیمي ټینګار کوي، چې فراه هم د هرات په څېر کوویډ ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، خو افغان حکومت یوازې ۲۰ میلیون افغانۍ کرونا ویروس د مبارزې لپاره دغه ولایت ته ورکړي دي.
ایران سره ګډه پوله لرونکو ولسوالیو کې د کرونا د تشخیص ټیمونو نشتون، د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار نشتوالی، فراه کې پر ګرځېدو او دولتي ادارو د محدودیت نه وضع کېدل او اړو خلکو سره د مرستو نه کول، دغه ولایت کې له جدي ننګونو څخه دي.
فراه کې مدني فعال فرید هیبت هم دغه ولایت کې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د وسایلو کمښت څخه نیوکه کوي او وايي، فراه کې یوازې یوه د مصنوعي تنفس دستګاه شتون لري.
د پوهنتون استاد داوود عرفان هم فراه کې له کرونا ویروس د مبارزې لپاره د روغتیايي امکاناتو او تجهیزاتو کمښت څخه نیوکه کوي او وايي، ایران سره ګډه پوله لرونکو ولسوالیو ته سلګونه افغان کډوال راغلي، خو هېڅ یو یې معاینه شوی نه دی.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی د دغه ولایت د څنګ ولایتونو په ځانګړې توګه د فراه ولایت د مشکوکو مواردو تشخیص کې ناغېړي ردوي.
هغه وايي، د هرات لابراتوار کې د ازمایل شوو مواردو د پایلو د اعلان هره مرحله کې، د فراه ولایت پایلې هم اعلان شوي، خو په دې دلیل چې هرات کې د مشکوکو مواردو شمېر زیات دی، اړ دي چې زیات شمېر تشخیص کړي.
فراه کې د کرونا ویروس د مشکوکو مواردو نه تشخیص څخه اندېښنې داسې مهال دي، چې د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د تشخیص وسایلو او توکو نشتون په دلیل، د هرات لابراتوار له تېرې شپې راهیسې تړل شوی دی.





