د پوځ منحلېدل د افغان ښځو لپاره سره کرښه ده

د افغان ښځو شبکه وايي، هغه کسان چې د سولې په خبرو اترو کې ګډون کوي باید پوه شي چې د پوځ منحلېدل د افغان د ښځو لپاره سره کرښه ده او هېچا ته په‌دې برخه کې د پرېکړې او ان څرګندونو اجازه نه ورکوي.

د افغان ښځو شبکې د مسکو پر غونډې چې ټاکل شوې سبا او بله ورځ جوړه شي، نیوکه کوي او وايي، هغه کسان چې په دې غونډه کې د افغانستان د خلکو په استازولۍ ګډون کوي، د طالبانو او داعش رامنځ‌ته کېدو لامل شوي او ښه مخینه نه‌لري.

د افغان ښځو شبکې غړې حوریه مصدق وايي، د مسکو غونډې ته تللي کسان یې استازي نه‌دي؛ ځکه که له یوې خوا طالبان ښه مخینه نه‌لري، بله‌خوا دوی هم په هېواد کې ښه مخینه نه‌لري.

بله‌خوا په مزار ښار کې د مدني ټولنې یو شمېر غړیو د سولې له دواړو اړخونو وغوښتل چې د سولې راوستو برخه کې د خلکو لیدلوري په پام کې ونیسي.

مدني فعاله زینب همراز د بین‌الافغاني خبرو اترو پر پیل د ټینګار ترڅنګ وايي، ښځو تر نورو پوړونو په ټولنه کې ډېرې ناخوالې لیدلي او د سولې خبرو اترو په پروسې کې د هغوی نه ګډون، تېر ته د ښځو ګرځولو ښکارندويي کوي چې موږ ته د منلو نه‌ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو په اړه د هیلو ترڅنګ، دغې پروسې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو ترمنځ اندېښنې هم راپورته کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام