برېښنا شرکت د پوره‌وړو زورواکو د افشا کولو کمپاین پیلوي

لسګونه زوراکي، پېژندل شوې څېرې او ځېنې دولتي کارکوونکي له خپلو صلاحیتونو نه په ګټنې سره د برېښنا شرکت د کلونو ـ کلونو د لګښت بیلونه نه‌دي تحویل کړي. دې زرواکانو کله ناکله د برېښنا شرکت کارکوونکي وهلي‌ډبولي هم دي.

اوس د برېښنا شرکت مسوولان وايي، ټاکل شوې سبا ته د برېښنا د لګښتونو پوره‌وړو پر وړاندې د «د برېښنا د زوراکو افشا» په نامه کمپاین پیل کړي.

د برېښنا شرکت رییس امان‌الله غالب نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی له زورواکو نه د پيسو د راټولولو له‌پاره د کار نوې طریقه غوره کړې‌ده.

د ده په خبره، دوی سر له سبا د هر پوره‌وړي زورواکي پېژندګلو، دنده، د اوسېدو ځای او د پور اندازه له رسنیو سره شریکوي او په همدې طریقه د برېښنا پورونه لاسته راوړي.

د ښاغلي غالب په وینا، څه موده مخکې د رسنیو له لارې د ځېنو پوره‌وړو نومونو او هویت افشا د دې سبب شوه چې شاوخوا ۱.۶میلیارد افغانۍ شرکت ته تحویل شوې.

د برېښنا شرکت رییس همداراز وايي چې په راتلونکې اوونۍ کې د حکومت په ملاتړ له لویې څارنوالۍ سره یو تړون هم لاسلیکوي.

په ورته وخت کې نن د برېښنا شرکت له خصوصي شرکتونو سره د برېښنا د کارونو ۱۰ پروژو قرادادونه د ۳۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لاسلیک کړل.

ورته مطالب:

د برېښنا شرکت پوروړي درنو جرمنو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته ورپېژندل کېږي

د پروان د برېښنا په وېش کې پراخ فساد شوی

د بدخشان امنیتي بنسټونه هم د برېښنا لګښت نه ورکوي

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام