د یو سرتېرې هیله؛ سوله دې راشي چې خپلې کورنۍ سره ارام ژوند وکړي

حبیب‌الرحمان د ژمي سړې هوا کې د خپلې کورنۍ له تودې غېږې لېرې د پوځ سرتېری دی.

دی درې میاشتې کېږي خپل کور ته نه‌دی تللی او د ټیلیفون له لارې د کورنۍ غړیو او خپل پنځه کلن ماشوم سره خبرې کوي.

پنځه کاله کېږي چې حبیب‌الرحمان د پوځ لیکو کې د سرتېري دنده لري.

له هلمند او کندهاره نیولې تر کابل، بلخ او بدخشان پورې په جګړو کې د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره جنګېدلی دی؛ خو له کورنۍ څخه لېرې‌والی ورته ګران تمامېږي.

حبیب‌الرحمان وايي، سره له دې چې له کوره لېرې‌والی یې ځوروي؛ خو کومه انګېزه ـ چې له هېواده دفاع او د خلکو امنیت تامینولو لري ـ له کورنۍ څخه لرې‌والی په پراخه او سړه سینه زغمي.

د ده به خبره، یوازیني څه چې دوی په دندو کې ټینګ کړي؛ هغه د هېواد او خلکو مینه ده.

د پوځ دغه سرتېری د خپلې لس کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالی دی چې میاشت کې د ۱۹ زره افغانیو معاش سره د خپلې کورنۍ اړتیاووې پوره کوي.

د حبیب‌الرحمان په وینا، دی د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولی شي او د کور نورو مسایلو ته د رسېدو له‌پاره د ملي‌اردو له رسمي رخصتیو څخه استفاده کوي.

د افغانستان د ملي پوځ پالیسۍ پر اساس، د ملي‌اردو سرتېري په کال کې ۴۰ ورځې رخصت لري.

حبیب‌الرحمان له هېواده دفاع او د افغانانو د دوښمنانو له‌منځه وړل، د ملي اردو لیکو کې خپله انګېزه بولي او وايي، چمتو دی دې لاره کې خپل ځان هم قربان کړي.

سره له دې چې حبیب‌الرحمان پخوا کلونو کې تر ټولو سخت پوځي تمرینونه لیدلي؛ خو اوس هم بدخشان کې د پوځ اوومې لوا کې نورو سرتېرو سره، د پوځي تمرینونو په کولو بوخت دی چې هر ډول برید ته پوره چمتووالی ولري.

د پوځ دغه سرتېری وايي، د پوځي فعالیتونو له جریانه یې ډېرې تجربې ترلاسه کړي او اوس له ښو امکاناتو او تجهیزاتو څخه برخمن دي.

حبیب‌الرحمان د جګړې ډګرونو کې ترخې خاطرې هم لري. د خپلو ملګرو له لاسه ورکول او د طالبانو په دام کې لوېدل یې ترخې خاطرې دي.

د پوځ دا سرتېری وايي چې څو ځلې توانېدلی د پوځي روزنې په کار اچولو سره ځان او خپل ملګري د طالبانو له کمینه بهر کړي او د جګړې ډګر کې بریالي شي.

حبیب‌الرحمان تازه د خپلو نورو هم‌کتارو سره یوځای د یو پوځي ماموریت له‌پاره ته چمتووالی نیسي.

هغه وايي، ټولو پوځي عملیاتو کې مخکې له دې ـ چې د خپل ځان خوندیتوب ته فکر وکړي ـ د ملکي تلفاتو د مخنیوي په څرنګوالي فکر کوي.

د هغه په وینا، د یوه پوځي ماموریت پرمهال د دې له‌پاره ـ چې د طالبانو توغندیزو بریدونو کې ملکیانو ته تلفات ونه رسېږي ـ د جګړې ساحه تخلیه کوي.

حبیب‌الرحمان د ملي اردو لیکو کې د پنځو کلونو په تېرولو سره ډېرې خونړۍ جګړې تجربه کړي.

هغه وايي، هیله لري چې یوه ورځ د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي او د جګړو ډګرونو کې د جنګېدو پر ځای، ارامه فضا کې خپلې کورنۍ سره ژوند وکړي.

ورته مطالب:

مخکې له جګړې د مور دعا

سرتېری: چې بدن کې مې یو څاڅکی وینه پاتې وي؛ جنګېږم

په نرم او کرار غږ یې وویل؛ هو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام