
د تخار په مرکز تالقان ښار کې په یو ۵ کلن ماشوم جنسي تېری شوی.
دا ماشوم د تخار په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې چې روغتیايي او رواني حالت یې ښه نهدی.
د تخار ولایتي روغتون آمر منیر عزیزي وايي چې دا ماشوم باید د جدي درملنې لاندې ونیول شي.
د تخار جنایي پولیس وایي چې د دې پېښې عامل یې نیولی دی.
یوې امنیتي سرچینې هم سلام وطندار ته وویل چې د دې پېښې عامل په تخار کې د ۶ کنډک د یو افسر زوی دی.





