
په هرات ښار کې له څو ورځو راهيسې« د ښځې بېحجابي د نارينه د بېغيرتۍ له کبله ده» شعارونه خپاره شوي دي.
د يادو تبليغاتي پيغامونو له خپرېدو سره په هرات کې د ښځو د حقونو د برخې د يو شمېر فعالانو، د ټولنيزو شبکو کاروونکيو او د مدني فعالانو غبرګونونه راپارېدلي دي.
هرات کې د ښځو د حقونو فعاله ګلثوم صدیقي وايي، د ښځو پر ضد فعاليتونه او د دوی پر ضد د افراطيت ډېرېدلو له کبله هره ورځ د مېرمنو د کار ساحه ور تنګه کړې ده.
نوموړې وايي، هرات ښار کې د ښځو د بېحجابۍ په اړه خپاره شوي شعارونه هېڅ ديني توجيه نه لري او د هراتي مېرمنو حجاب د دوی د فرهنګ پر بنسټ دی.
د ښځو د برخې بله مدني فعاله مژګان انتظار وايي، يو شمېر ډلې هڅه کوي چې په دې ولايت کې طالباني ليدلوري ته وده ورکړي.
د نوموړې په وينا، د داسې شعارونو خپرول د خلکو پر ذهنيتونو بده اغېزه کوي او که چېرې د دې کار مخه ونه نيول شي نو دا کار به د ښځو فعاليت محدود کړي.

د هرات د ښځو چارو رييسه انيسه سروري هم د يادو تبلیغاتي شعارونو خپرول يو ټکانورکوونکی عمل بولي او وايي، هڅه کوي چې د داسې کارونو مخه ونيسي.
په ورته وخت کې مدني فعال جواد عمد هم د يادو تبليغاتي شعارونو پر خپرولو نيوکه کوي او وايي، د مېرمنو حجاب د حنفي فقې پر بنسټ دی چې دا هېڅ بېحجابي نه ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، که د ښځو له لوري ورته په دې اړه اندېښه څرګنده شي، سيمه ييزه اداره به يې بررسي کړي.
د يادو تبليغاتي شعارونو خپرولو د ټولنيزو شبکو کاروونکيو غبرګون هم له ځان سره لري. دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د هرات ښار د ګذرګاه جامع جومات خطيب مولوي مجيب الرحمن انصاري ويلي وو، اخلاقي فساد د ډېرېدو په حال کې دی او هرکله چې کوم کس د اخلاقي فساد په تور ونيسي نو شرعي حکم به ورباندې جاري کوي.





