سېلابونو د بامیانو اوسېدونکي سخت زیانمن کړي

د بامیانو سیمه‌ییز مسوولان وايي د دغه ولایت کهمرد، سیغان او ورس ولسوالیو کې د پرلپسې ورښتونو او سېلابونو له کبله د دغو ولسوالیو اوسېدونکیو ته درانه زیانونه اوښتې دي.

د سیغان ولسوالۍ اجرایوي مدیر عبدالحبیب سیلاني وايي، د ثور له ۱۱ مې نېټې تر ۲۹ پورې د پرلپسې ورښتونو او سېلابونو له کبله په دې ولسوالۍ کې ۱۰ د استوګنې کورونه، ۱۷ کیلومتره سړک، دوه ښوونځي او ۳۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې دي.

د کهمرد ولسوال محمد سیغاني سلام‌وطندار ته وویل چې سېلابونو نږدې ۵۰ سلنه دغه ولسوالۍ له منځه وړې ده.

په بامیانو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره هم مني چې د سختو ورښتونو او سیلابونو له کبله د کهمرد، سیغان او ورس ولسوالیو اوسېدونکي زیانمن شوي دي.

د بامیانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې کمېټې رییس رضا رفعت وايي، په کهمرد ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۸۲ کورونه ویجاړ شوي او د دهنه سیغان سړک د سېلاب له امله بند شوی دی.

سختو ورښتونو او سېلابونو د بامیانو په نورو سیمو کې درانه مالي زیانونه پرځای پرېښې دي خو تراوسه د اوښتي زیان په اړه کره شمېرې په لاس کې نه شته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام