«د سینو سرطان ځکه زیات شوی چې عامه پوهاوی نه‌شته»

له سرطان سره د مبارزې بنسټ رییسه نسرین اوریاخېل

د سینو سرطان ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ نن په کابل کې د سینو سرطان په اړه د عامه پوهاوي نړۍواله میاشت ونمانځله.

د اکټوبر میاشت د سینو سرطان په اړه د عامه پوهاوي نړۍواله میاشت نومول شوې.

نمانځغونډې ته له سرطان سره د مبارزې بنسټ رییسې نسرین اوریاخېل وویل چې اوسمهال په افغانستان کې د سینو سرطان خطرناکې ناروغۍ پېښې ځکه زیاتې شوې‌دي چې د دې ناروغۍ په اړه ډېر خلک معلومات نه‌لري.

اغلې اوریاخېل د سینو سرطان وژونکې ناروغي وبلله؛ خو په وینا یې، درملنه یې کېدلی شي.

له سرطان سره د مبارزې بنسټ رییسې وویل، د مېرمنې چی د میاشتنۍ ناروغۍ په پای کې د غسل پرمهال ځان وګوري؛ که په‌خپلو سینو کې کومه غیرعادي کتله ویني، باید ډاکتر ته ورشي او له چاغوالي، سګریټو، نیشه‌یي توکیو او الکولو ډډه وکړي.

 د سینو سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ ۳ کاله مخکې جوړاو اوس ۶ زره غړي لري چې د یادې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی کوي.

د سینو سرطان ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ مشرې له حکومت او نورو بنسټونو وغوښتل چې د سینو سرطان ناروغۍ پر تشخیص او درملنه پانګونه وکړي او په‌دې اړه عامه پوهاوی پراخ کړي.

غونډې ته د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل یاده ناروغي وژونکې وبلله او ویې ویل چې په‌دې ناروغۍ ډېرې اخته ښځې له شرم یا وېرې څه نه وایي چې ناوړه پایلې لري.

دا سرطان د ښځو ترڅنګ په نرانو کې هم پیدا کېږي چې د ښځو په پرتله بیا په نرانو کې ډېره وژونکې ده.

سره له‌دې چې سرطان وژونکې ناروغي ده؛ په افغانستان کې یې د درملنې اسانتیاوې په نشت حساب دي. اوس یوازې په دوو دولتي روغتونونو کې د یادې ناروغۍ د درملنې مرکزونه شته؛ خو د یادې غونډې ګډونوالو په‌دې اړه د لازیاتو مرکزونو د جوړېدلو غوښتنه وکړه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام