
افغان ځواکونو په زابل کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د طالبانو له بنده ۱۶ ولسي او ۱۲ امنیتي سرتېري خوشې کړي دي.
د زابل والي رحمتالله یارمل سلاموطندار ته وویل، دغه کسان نن (پنجشنبه) سهار مهال د نوبهار ولسوالي له اړوند سیمې را خوشې شوي دي.
یارمل وايي، راخوشې شوي کسان اوس د کندهار هوايي ډګر ته لېږدول شوي چې ډېر ژر به خپلو کورونو ته ولېږل شي.
د زابل والي زیاتوي، یاد زندان د وسلهوالو طالبانو یو مهم زندان و چې د نږدې ولایتونو او شاوخوا ولسوالیو یرغمل شوي کسان به یې دلته ساتل.
د نوموړي په خبره، په یادو عملیاتو کي د زندان دوه ساتونکي طالبان هم وژل شوي او په وینا یې بل چا ته زیان نهدی اوښتی.
تراوسه وسلهوالو طالبانو پهدې اړه څه نهدي ویلي.





