
د طبعي او غیرطبعي پېښو د مدیریت قوماندې مرکز او د بېړنیو حالاتو شبکهیي سېسټم نن په عامې روغتیا وزارت کې پرانستل شو.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وايي، دغه الکترونيکي سېسټم په «GPS» سمبال دی او په اسانۍ سره د پېښې ځای تثبیتولی شي. د نوموړي په وینا، یاد سېسټم په بيړه د طبعي او غیرطبعي پېښو په اړه معلومات ترلاسه کولی او زیانمنو ته مرستې رسولی شي.
فیروز زیاتوي، یاد الکترونیکي سېسټم د پېښې په اړه د معلوماتو راټولولو، ځواب ویلو او د پېښې په اړه پر رپوټ ورکولو ولاړ دی چې په وسیله یې د پېښې قربانیانو ته بېړنۍ مرستې هم رسېږي.
د عامې روغتیا وزیر وايي، یاد مرکز له امبولانسونو سره هم تړلی او هرځای چې پېښه وشي، ترځنډ پرته به امبولانسونه ور رسېږي.

بلخوا په افغانستان کې د روغتیا نړېوال سازمان د څانګې رییس ډاکټر رېکپېپر کورن د دغه معلوماتي مرکز جوړول قربانیانو ته د بېړنیو مرستو رسولو برخه کې مهم بولي او زیاتوي چې په وسیله به یې د ټولو ولایتونو طبعي او غیرطبعي پېښو په اړه معلومات راټولېږي او قربانیانو ته به یې بېړنۍ مرستې هم ور رسېږي.
د عامې روغتیا د چارواکو په وینا، د طبعي او غیرطبعي پېښو د مدیریت مرکز لګښت شاوخوا ۲۵۰ زره ډالر اټکل شوي چې د روغتیا نړېوال سازمان او د عامې روغتیا وزارت له بودېجې ورکول کېږي او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به فعال وي.





