د دشت‌کلا ولسوالۍ روغتون ډاکترانو بې‌غورۍ له امله یوه مېرمن مړه شوې

د تخار ولایت د دشت‌کلا ولسوالۍ استوګن عبدالطیف وايي، مېرمن یې د دې ولسوالۍ روغتون د ډاکترانو نه پام او بې‌غورۍ له امله مړه شوې ده. دی وايي، ډاکترانو یې مېرمن بې برخلیکه پرېښې وه او له زېږون څو ساعته وروسته دغه پېښه رامنځته شوه.

د تخار عامې روغتیا رییس وویل، د پېښې څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

دی وايي، سره له دې چې، د هدا (د عامې روغتیا همکاره موسېسه) دفتر مسوول ډاکټر ولي راسخ وايي، مېرمن انیسه په روغتون کې د یوې قابلې د بې‌غورۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی او دغه ملکه نومې قابله له دندې لېرې شوې ده.

دوه میاشتې مخکې هم دې ورته د تالقانو ښار په روغتون کې یوه پېښه رامنځته شوې وه. مسوولانو ویلي و، چې بې‌غوري او د داکټرانو نه شتون د دغې مېرمنې د مرګ لامل و او یاد روغتون له درېیو ورځو تړل کېدو وروسته بیاځلي فعالیت پیل کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام