سادات قوم: که طالبان ۳ میاشتو کې جګړه و نه دروي پر ضد يې میلیوني پاڅون کوو

 

د افغانستان د ساداتو د سولې شورا وسله والو طالبانو او د افغان حکومت ټولو مخالفو وسله والو ډلو ته خبرداری ورکوي، چې که په درېيو میاشتو کې دننه جګړه و نه دروي، نو پر ضد به يې میلیوني پاڅون وکړي.

د افغانستان د ساداتو د سولې شورا غړي د پنجشنبې په  ورځ(اکټوبر۲۷مه) کابل کې د افغانستان ټولو قومونو او یووالي په موخه راټول شوي وو.

د یادې شورا غړو په یوه غږ غوښتنه وکړه، چې نور د وینې توېیدو زغم نه لري او د وسله والو طالبانو په ګډون له ټولو ښکېلو خواو غواړي چې روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

د افغانستان د ساداتو د سولې شورا مشر سید پاچا حسیني وايي، چې په هېواد کې د ساداتو شمېر نږدې ۳ میلیونه ته رسیږي او دا شمېر وګړي دولت او هم وسله والو مخالفینو ته خبرداری ورکوي، چې که تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې دې وسله والې نښتې ته د پای ټکی کې نه ږدي دوی به يې پرضد پاڅون وکړي.

په همدې حال کې پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وايي، چې د افغانستان ټول قومونه دې د ساداتو قوم په څېر خپل غږ پورته کړي او جګړې ته دې نه ووايي.

ضعیف وايي، د جګړې اصلي لامل محرومیت دی، نو ځکه خو اړینه ده چې د ولس هر ډول محرومیت لرې کړی شي.

سلام ضعیف زیاتوي، ټول هغه لاملونه چې جګړه اوږدوي لومړی باید په نښه او وروسته د ځانګړي پروګرام له مخې دې ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.

د افغانستان د ساداتو شورا پر ۱۳۷۱ لمریز کال  فعالیت پيل  کړی او اوس هم په ډيرو ولایتونو کې څانګې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام