
که څه هم تېره یوه نیمه لسیزه کې نړۍوالې ټولنې او افغان حکومت د ښځو حقونو، لیک، لوست او وزګارتیا د لهمنځه وړلو په برخه کې سلګونه میلیونه ډالره لګولي؛ خو بیا هم کابل ته څېرمه لوګر ولایت کې زرګونه مېرمنې او نجونې پر نالوستیا او اقتصادي ستونزو سر بیره له وزګارتیا کړېږي .
ځوانه مسلمه هاشمي له بوډا پلار، زړې مور او پنځو خویندو سره د لوګر په برهکيبرک ولسوالۍ کې اوسېږي د کورنۍ د ګټې – وټې څوک نهلري او په یوازې ځان د خپلې کورنۍ ۸ غړیو ته د خیاطۍ په حرفې سره خوراک او پوښاک برابروي.
اغلې هاشمي سلام وطندار ته وویل، وروسته له هغه چې په پلعلم ښار کې یې د مدني بنسټونو د وزګارتیا او ټولنیزو موضوعاتو په ورکشاپونو کې ګډون وکړ؛ له وزګارتیا نه د مېرمنو د خلاصون او مبارزې چل یې زده کړ.
مېرمن هاشمي زیاتوي، له وزګارتیا نه د خلاصون په پار یې پهخپل کور کې د خیاطۍ کورس پرانېست او د کار د ښه والي تر څنګ یې شاوخوا ۲۰ نالوستې او وزګارې مېرمنې په کار بوختې کړې. اغلې هاشمي د برهکيبرک ولسوالۍ بېوزله مېرمنې د کاري شغل لهپاره غوره کړېدي.
دا همداراز وايي، که یې کار پراخ شي؛ په ټول ولایت کې به نالوستو مېرمنو ته د لیک او لوست زمینه برابره کړي.
د لوګر د پلعلم اوسېدونکې دوې مېرمنې مسعوده او رحیمه هم سلام وطندار ته د اغلې مسلمې هاشمي ستونزې پرځای بولي او زیاتوي چې اوسمهال سلګونه لوستې او نالوستي مېرمنې له ناامنۍ، وزګارتیا او بېوزلۍ نه کړېږي.
دا مېرمنې وایي، کهچېري د لوګر ځايي اداره لوستو مېرمنو ته په دولتي ادارو او کلیوالو مېرمنو ته پهخپلو سیمو کې د کار او لیک او لوست زمینه برابره کړي؛ لېري نهده چې د مسلمې په شان به د سلګونو نورو مېرمنو ستونزې هم هوارې شي.
بلهخوا د لوګر د ښځو چارو رییسه شیما زرګر هم سلام وطندار ته مني چې پهدې ولایت کې د ناامنیو ترڅنګ وزګارتیا د ښځو ستره ستونزه ده؛ خو دا پهدې برخه کې په خپل ویستي زیار ټینګارک وي.
اغلې زرګر زیاتوي چې د وزګارتیا د لهمنځه وړلو په موخه په نږدې وختونو کې شاوخوا ۱۰۰ تازه فارغې شوې نجونې او مېرمنې بېلابېلو موسسو او دولتي ادارو ته د کاري بوختیا او تجربې د ترلاسه کولو په موخه ورپېژندلې دي.
مېرمن زرګر زیاتوي، لهدې لارې به سلګونه مېرمنې په دولتي ادارو کې د کار لهپاره جذب شي.
خو لوګر کې د ښځو حقونو فعالې انیتا غضنفري سلام وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله په لوګر ولایت کې د ښځینه و ګومارنه او د زدهکړو په برخه کې زیات پرمختګ شویدی.
اغلې غضنفري همدارنګه وايي، که دولت د ښځو وزګارتیا او نالوستیا ستونزې هواری غواړي؛ نو ښځو ته دې سترې پروژې او د کار زمینې برابره کړي.
په ورته وخت کې بله مدني فعاله کریمه په ټینګار سره وايي چې پهدې ولایت کې د نجونو زدهکړې له خنډ سره مخ دي.
د کريمې په وینا، وسلهوالو مخالفانو په پلعلم، برهکيبرک، محمداغې او خوښي ولسوالیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.
د لوګر د ښځو چارو ریاست، د ښځو حقونو فعالانې او نور مدني فعالان په یوه خوله د ښځو د ژوند ښه کېدا لهپاره له دولت او نړۍوالې ټولنې د کار او مرستو غوښتنه کوي او زیاتوي چې د عامهپوهاي په برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده چې په لومړي ګام کې ښځې خپل حقونه ترلاسه کړي او تر څنګ یې د زدهکړې، روغتیا او کار غم وخوړل شي.





