له یو کال راهیسې د غور پوزلېچ برېښنا بند جوړولو چارې درول شوي

د غور ولایت ځېنې اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، یو کال شو چې د پوزلېچ برېښنا بند جوړولو چارې د بېلابېلو لاملونو له امله درول شوي او سره له دې چې هغوی د دغه بند له پڅو او درول شویو کارونو شکایت کړی دی خو حکومت د هغوی دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

خو دا ځل هغوی خبرداری ورکوي که چېرې د دغه بند کار له سره پیل نه‌شي بیاځلي به اعتراض وکړي او د تحصن خېمې به ووهي.

د غور دوه اوسېدونکي علاوالدین جلالي او خدایار واقف سلام‌وطندار ته وویل، له حکومته په جدیت سره غواړو چې د دې ولایت له خلکو سره د تېرکال شوې هوکړه عملي شي او ژرترژره د بند جوړولو چارې پیل شي.

دوی وايي، ولسمشر غني او په ځانګړې توګه د اوبو او برېښنا وزارت باید د غور خلکو مشروع غوښتنې ومني.

د غور ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان د پوزلېچ برېښنا بند جوړولو چارو کې د ځنډ لامل د درېیو قراردادي شرکتونو حقوقي ستونزې او د اوبو او برېښنا له پخواني وزیر سره د ولسمشر اختلافونه بولي. هغه وايي، که چېرې مرکزي حکومت دغه ستونزه حل نه‌کړي دوی به هم له خلکو سره همغږه شي.

عطشان وايي، د پوزلېچ برېښنا بند قراردادي امین‌الله هوتک ولایتي شورا ته ویلي چې د ولسمشر غني او د اوبو او برېښنا وزیر ترمنځ د اختلاف له امله د پروژې کار ځنډول شوی دی.

د پوزلېچ برېښنا بند د ۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د فېروزکوه ښار په ختیځ کې د هریرود سیند په غاړه جوړیږي چې د ۴،۵ میګاواټه برېښنا تولیدولو ظرفیت لري.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، د حقوقي جنجالونو ترڅنګ د دغه برېښنا بند جوړولو له‌پاره هېڅ ډول بودیجه په پام کې نه‌ده نیول شوې.

تېرکال د غور اوسېدونکیو پراخ اعتراض لامل شو ترڅو د ارګ پلاوی دغه ولایت ته سفر وکړي.

دغه پلاوي په غور ولایت کې اعتراض کوونکیو سره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې په کې د پوزلېچ برېښنا بند په جوړولو د ۱۰۰ کیلومتره سړک رغولو او د ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا په رامنځ ته کولو هوکړه وشوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام