د هلمند او نيمروز ترمنځ د اوبو د همکاريو هوکړه وشوه

د افغانستان د ابو او برېښنا وزیر علي‌احمد عثماني هلمند ته د نیمروز ولایت د اوبو د ستونزې د حل په موخه تللی دی.

د هلمند د والي حیات‌الله حیات د همدې ستونزې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د اوبو او برېښنا وزیر په‌دې پار دې ولایت ته ورغلی چې د ولایتي ادارې، ولایتي شورا، سپین‌ږیرو او مدني بنسټونو سره یوځای د دواړو ولایتونو د اوبو ستونزې ته حل‌لاره پيدا کړي.

د اوبو او برېښنا وزير علي‌احمد عثماني د خپلو خبرو پر مهال وويل، وادې هلمند د اوبو يوه تاريخي او بډايه سيمه ده چې د تاريخ په اوږدو کې يې مديريت هم له همدې ځایه شوی‌دی.

هغه زياته کړه، د اوبو د ستونزې په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ او یاد وزارت د نيمروزيانو پرله‌پسې ستونزې او شکايتونه شوي‌دي چې پر اساس يې د ولسمشر غني په لارښوونه هلمند ولايت ته د نيمروز ولايت د مسوولانو په ګډون ورغلي دي.

د نيمروز والي انجينرمحمدسميع، د ولايتي شورا رييس او د ولسي جرګې غړي د اوبو د ستونزې په اړه وویل، د نيمروز ولسونه د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او غوښتنه کوي چې دغه ستونزه يې هواره شي.

د نميروز والي وويل، که څه هم د تېرې موافقې پر اساس اوس اوبه د ياد ولايت تر چهاربرجک ولسوالۍ رسېدلي دي؛ خو هيله يې څرګنده کړه، چې د اوبو د جريان فشار دې نور هم زيات شي چې تر مرکز زرنج ښاره پورې ورسېږي.

د نيمروز والي او د ولس استازو هغه ګنګوسې او اندېښنې په کلکه رد کړېې چې ګويا دغه اوبه ايران ته ورکول کېږي. دوی زیاته کړه، د اوبو د مهارولو له‌‌پاره يې يو اساسي بند جوړ کړی‌دی چې له‌مخې يې اوبه خوندي پاتې کېږي.

د دواړو ولايتونو د چارواکیو او ولسي مشرانو ترمنځ تر اوږدو خبرو اترو وروسته هوکړه وشوه چې نيمروز ولايت ته به پر ۲۰ سلنه حق ابې سربېره، ۲۰ فيصده زياتې اوبه تر هغه مهاله ور خوشې کوي چې تر زرنج ښاره پورې ورسېږي او وروسته تر رسېدو به بېرته د حق آبې(۲۰٪) مطابق په عادي توګه ورکول کېږي.

همدارنګه هوکړه وشوه چې د دواړو ولايتونو له دولتي او ولسي استازیو څخه به يوه ګډه کمېټه جوړېږي چې د دواړو ولايتونو د اوبو جريان وڅاري او عدالت تامين کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام