کورونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۱۰۵ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۳۶ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د روغتیا وزارت د راپور له مخې، کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې ډېر کسان په‌کې پر کورونا ویرویس اخته کېږي.

د دغه وزارت د راپور له مخې، تر اوسه په هېواد کې ۳۶ زره ۷۴۶ کسان پر کورونا اخته شوي دي.

روغتیا وزارت ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۷ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي چې په دې سره د ټولو رغېدلیو کسانو شمېر ۲۵ زره ۵۵۶ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي چې په دې سره د دغه ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۸۸ ته ورسېده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام