
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز "د خوراکي توکو غني کېدو له لارې د افغانستان راتلونکي بدلون" تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې اوس هم په هېواد کې ۴۰ سلنه له ۵ کلونو کم عمره ماشومان د پوره خوړو نه رسېدو له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي.
فیروز وویل، په خوارځواکۍ اخته دغه شمېر ماشومان زیاتره یې لنډ قدونه لري او ۱۰ سلنه یې بیا د خوارزواکۍ په پرمختللي بڼې مبتلا شوي دي.
د عامې روغتیا وزیر وايي، د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونه په پراخه کچه د خوارزواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د نوموړي پر خبره، له دې شمېره نمايي هغه ماشومان، چې له ۶ میاشتو تر ۵ کلونو عمر لري، د وېټامین A له کمښت سره مخ دي او له همدې کبله شب کوري لري.
فیروز وویل، شاوخوا ۱۸ سلنه نور ماشومان د وېټامین D له کمښت سره مخ دي، چې په پایله کې یې د هډوکو له نرمښت سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزیر وویل، چې ۴۴ سلنه له ۵ کلونو کم عمره ماشومان او مېرمنې د زېږون پرمهال د وینې په کمښت مبتلا کېږي، چې سربېره پر دې د ماشومانو او میندو له پاره د پوره خوړو نه رسېدل به د ټولنې روغتیايي حالت ته زیان ورسوي.
د دې وزارت مسوولین وايي، چې د خوارزواکۍ ننګونو د ختمونو له پاره تر ۲۰۳۰ کال پورې د غربت ختمولو، خوراکي خوندیتوب او د تغذيي ښه والي په خاطر په پرمختیايي پروګرامونو کار کوي.





