ولسي جرګې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې قانون طرحه تصویب کړه

نن دوشنبه (می ۱) نیټه د ولسي جرګې غړو په اکثریتو رایو سره د نشه‌يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې قانون طرحه تصویب کړه، خو په دغه طرحه کې يې یوه ماده حذف کړې ده.

په حذف شوې ماده کې راغلي و:" د علمي څیړنو او په  درملو کې د استفادې په موخه  یو شمیرحقوقي کسان کولای شي، چې ټاکل شوې اندازه کوکنار وکري".

د دغې مادې یو مخالف د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهیمي و.

هغه دغه ماده د هیواد له اساسي قانون او د نړیوال کنوانسیونونه سره، چې افغانستان یې عضویت لري په ټکر کې وباله.

د قانون دغه طرحه په ۷ فصلونو  او ۷۶ مادو کې ترتیب شوې وه.

دغه راز د ولسي جرګې په غونډه کې هغه مصوبه، چې له مخې یې د یو شمیر حکومتي ادارو ودانیزې چارې کور او ښارجوړونې وزارت ته محول شي رد کړه.

په دغه مصوبه کې دا هم راغلي و، چې د ساختماني برخې بودجه دې باید هم دغه وزارت ته ولیږدول شي.

د ولسی جرګې رییس عبدالروف ابراهیمی وویل، چې بودجه ملي شورا تصویب کړې ده او وروسته د بودجې له تصویب څخه دا کار له قانون سره په ټکر کې راځي.

ابراهیمي زیاته کړه، د ښارجوړونې وزارت دومره ظرفیت هم نه لري، چې د نورو دولتې ادارو ساختماني چارې د خپلو کارونو ترڅنګ مخ ته بوځې.

په دغه مصوبه کې چې د ولسې جرګې منشي عبدالقادر وطندوست ولوسته راغلې دي، چې د اساسي قانون د ۹۰ مادې پربنسټ هرډول تصویب یا تعدیل یا د قوانینو اوتقنیني فرمانونو لغوه کول د ملي شورا له واکونو څخه دي او ملي بودجه هم د ملي شورا له خوا تصویب شوی سند دی، نو هرډول تعدیل یا لغوه کول یې د ولسي جرګې له واکونوڅخه ده او د حکومت دا پریکړه د عامه مصارفو د قانون له ۴۷ مادې سره هم په ټکر کې دی .

د نشه‌يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د قانون طرحه شاوخوا دوه کاله وړاندې حکومت ولسي جرګې ته د تصویب په موخه وړاندې کړې وه.

همدارنګه د یو شمیر بودجوي واحدونو د ودانیزو چارو لېږد هم څومیاشتې وړاندې حکومت د ښارجوړونې وزارت ته محول کړی و.

د حکومت موخه دا وه، چې کارونه یې ستندرد، کیفیت یې لوړ او د فساد مخه ونیول شي، خو ولسي جرګې ورسره مخالفت وښودلو او په اکثریتو رایو يې رد کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام