په نیمروز کې له ۵۷ سلنې زیات ماشومان ښوونځیو ته نه دي تللي

د مرکزي احصايې ادارې په نیمروز ولایت د اقتصادي، ټولنیزې او دیموګرافیکې سروې پایلې نن خپرې کړې، چې پر بنسټ یې ۵۷،۵ سلنه له ۷ کلنو پورته ماشومان اصلا ښوونځیو ته نه دي تللي او که تللي، لومړی ټولګی یې بشپړ کړی نه دی.

د مرکزي احصایې ادارې سرپرست شېر محمد جامي زاده وايي، دغه سروې په ډاګه کوي، چې په نیمروز ولایت کې ۱۹،۵ سلنه تر ټولو ټيټه کچه په متوسطه او ۱۲،۲سنله په لېسو کې دي.

 دی وايي، چې هوډ لري په ټولو ولایتونو کې دغه سروې وکړي.

د احصايې ادارې سرپرست وايي، د ناامنیو له امله یې ونه شو کولی په خوست او پکتیا ولایتونو کې سروې وکړي.

د نیمروز ولایت د دې سروې پر اساس ۲، ۵۸  سنله نفوس، چې له ۱۵ کلونو یې عمرونه لوړ دي؛ په تېرو ۱۲ میاشتو کې وزګاره وو او نږدې ۴۰،۴ سلنه له ۱۵ کلونو پورته نفوس په تېرو ۶ میاشتو کې کار کړی دی.

د سروې موندنې ښکاره کوي، چې په نیمروز ولایت کې ۱۲،۷ سلنه خلک تر ټولو په ټيټه کچه کې د څښاک اوبو ته لاس رسی لري.

په همدې حال کې ۷۸ سلنه د نیمروز خلک د کابل، هرات، سمنګان، تخار او بلخ ولایتونو په پرتله ښه تشنابونه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام