
په ننګرهار ولایت کې د ډبرو کان کاریګر شکایت کوي، چې له مجبورۍ یې ناوړه ګټه استفاده کېږي او د لږو پیسو په بدل کې خطرناک او درانه کارونه کوي.
د دې ولایت د کامې ولسوالۍ په ډبرو کان کې ډېرو ځوانانو خپلې ځوانۍ خاورې کړې.
مدیر د ننګرهار د شیرزادو اصلي اوسېدونکی دی، چې اوسمهال د ښېوې ولسوالۍ استوګن دی. نوموړی د کامې تعمیراتي ډبرو کان کاریګر دی.
دی کیسه کوي، چې د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لهپاره هر سهار وختي کان ته ځي.
د نوموړي پر خبره، د کانونو خاوندان ورته ورځ مزدوري نه ورکوي، بلکې د کار په بدل کې پیسې ورکوي، چې ځینې وختونه په لسو ورځو کې۱۵۰ پاکستاني کلدارې مزدوري ورکوي.
دی وايي، که بخت یې ورسره ملګرتیا وکړي او غر راوشکېږي، بیا دې ورځې تر ۱۰۰۰ کلدارو هم ګټلی شي.
د سخي ګل په نوم یو بل کاریګر، چې ۱۵ کاله یې د ډبرو په دغه لوی کان کې کار کړی وايي:" کورته د بېرته تګ هیله نه لرو او هره شېبه د کان راښویېدو امکان شته".
دی وايي، د ډبرو راښویېدو له امله یې یو ځل پښه سخته ټپي شوې وه، چې د درمنلې لهپاره پاکستان ته ولاړ.

سخي ګل وايي، په سترګو یې ویني، چې په کان کې ډبرې ورباندې ځوړندې دي او د هر ځل ډبرې راشکولو سره مرګ په رڼو سترګو ویني.
د دغه کان د کاریګرو پر وینا، ډېرو ځوانانو دغلته خپلې ځوانۍ خاورې کړې، ځینې تر ډبرو لاندې مړه شول او ځینې لا هم د ټپونو له امله په کورونو کې د بې وسۍ شپې رڼوي.
د کاریګر محمد ګل د سترګو په وړاندې هم د مرګ ژوبلې دغه ډول ډېرې پېښې شوي.
محمد ګل په نیولي غږ وویل:" د سترګو پروړاندې مې سړی پروت و، د هېچا وس نه کېده، چې له ډبرو یې راویستلی وی".
د افغانستان د مزدورکارانو او خواریکښو ټولنې مشر ډاکټر لیاقت عادل هم د ډبرو په دغه کان کې د کاریګرو په بد حالت خواشینی دی او وايي، دغلته د کار قانون خلاف د خلکو له مجبورۍ ناوړه ګټه پورته کېږي.
هغه وايي، په تېرو پنځلسو کلونو کې د کامې د ډبرو په لوی کان کې سلګونه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپيان شوي دي.
دی وايي، چې د کامې د ډبرو کان په یوه ورځ ۱۴ ځوانان ووژل.
ده له ټولو دولتي او نادولتي بنسټونه وغوښتل، چې د کار په ساحه کې د کاریګرو حقونو ته پام وکړي.
بل پلو په ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالحکیم شیرزاد هم مني، چې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په ډبرو کان کې د کاریګرو له حقوقو سرغړونه کېږي.
هغه وايي، خلک له مجبورې ورځې اړ دي، چې دغه درانه کار ته مخه کړي او څو ځله یې د کانونو له خاوندانو سره د کاریګرو د حقوقو په اړه خبري کړي، خو لا هم د هغوی حقوق نه دي خوندي شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ولایتي اداره د کامې ډبرو کان د کاریګرو په اړه اندېښمن دي.
خوږیاڼي وویل، که دغه کاریګر خپل مشکلات له ولایتي ادارې سره شریک کړي، دوی به د مرستندویه موسسو پر مټ د هغوی د خوندیتوب لهپاره د کار اړین وسایل ورته برابر کړي.





