په ۹۶ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پیښې ۵۱ سلنه زیاتې شوې‌دي

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې یا نی مسوولانو نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال د دې بنسټ کلنی راپور خپور کړ.

د نی کلني راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۵ کال په پرتله په ۱۳۹۶ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي بېلابېلو پیښو کې ۵۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د نی اجرایوي مشر عبدالمجیب خلوتګر غونډی ته وویل چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۶ بېلابېلې پېښې ثبت شوي چې ۱۹ يې د وژنې، ۴۱ يې د تپي کېدلو، ۲۳ يې د وهلو او ټکولو او ۶۷ نورې یې د ګواښ او سپکاوي پېښې دي.

ښاغلي خلوتګر د خبریالانو وضعیت خراب وبللو او زیاته يې کړه چې د ۱۳۹۵ کال په پرتله په ۱۳۹۶ کال کې د خبریالانو د وژنې پیښې ۲۶ سلنه زیاتې شوي؛ خو د ټپي کېدلو په برخه کې بیا ۴۳ سلنه کموالی راغلی.

ښاغلي خلوتګر په ورته وخت کې هغه خپاره شوي راپورونه رد کړل چې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې رسنۍ ښځینه کارکوونکې نه‌لري.

د نی اجرایوي مشر وايي چې د دوی د سروې پر بنسټ، په ټوله کې د هېواد په رسنیو کې د ښځینه‌وو حضور زیات شوی او زیاتوي چې په ۵ ولایتونو نورستان، پکتیا، روزګان، زابل او غور کې رسنۍ ښځینه کارکوونکې نه‌لري، د ۱۱ ولایتونو په رسنیو کې د مېرمنو حضور ثابت دی؛ خو په ۷ ولایتونو کې کم شوی‌دی.

د نی مسوولانو له حکومته وغوښتل چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي مخنیوي مسلې ته دې جدي پام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام