د چوپتیا توپان چې په اړه یې هېڅ نه پوهېږو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او عامې روغتیا وزارت «پر عامې روغتیا د ککړې هوا اغېز» تر سرلیک لاندې په کابل کې دوه ورځني غونډه جوړ کړې ده.

د دې غونډې موخه پر عامې روغتیا او چاپېریال د ککړې هوا د اغېزو څېړنه او د دغه حالت د مخنیوي په برخه کې د مشخصې پالیسۍ جوړل دي.

په کاناډا کې د افغانستان سفیرې شینکۍ کړوخېل د هوا ککړتیا په اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، د هوا ککړتیا د چ,پتیا توپان دی او هېوادوال په دې اړه پر زیاتو څېزونو نه پوهېږي.

د نفوس زیاتوالی، د ښارونو نامنظمه پراختیا، له طبیعي سرچینو ناپایداره ګټنه، له بې‌کیفیتو سوند توکیو ګټنه، د استهلاک شویو وسایط زیاتوالی او د ښارونو له‌پاه د کانالیزاسیون سیستم نه‌شتوالی د دغه توپان د شدت لاملونه دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي، دغه ډول غونډې د چاپېریال او ککړې هوا د لا خرابېدو د مخنیوي له‌پاره ګټورې او مرستې کوي په دې برخه کې یو ښه تدبیر ونیول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام