
دې ورځو کې تخار کې د افغانستان بانک نمایندهګۍ کې د دروازو شاته سلګونو کسانو د پاسپورټ پیسو د تحویلولو لهپاره کتارونه جوړ کړي او څو ورځې کېږي چې په کتارونو کې ولاړ دي.
دوی وايي، پولیس د افغانستان بانک دروازه کې له هر شخص نه له ۱۰۰ تر ۳۰۰ پورې افغانۍ رشوت اخلي او د وار له مراعتولو پرته چې چا پیسې ورکړي؛ بانک ته د ننوتلو لومړی اجازه نوبت هغه ته ورکوي.
یو شمېر دغه کسان ادعا کوي چې په څلورو ورځو کې هم نهدي توانېدلي، خپلې بانکي تعرفي تحویل کړي او د بانک چارواکي د غرمې له یولس بجو وروسته د بانک دروازې د مراجعینو پر مخ تړي.
نن سهار د افغانستان بانک یوه مراجعکوونکي د دغه بانک د یو پولیس ساتونکي انځور اخیستی چې د رشوت اخیستلو په حال کې دی.

هغه وايي، تصویر یې هغه وخت واخیست چې له یوه کس نه یې ۳۰۰ افغانۍ رشوت اخیست.
خو همدغه پولیس چې تصویر کې ښکاري؛ د رشوت اخیستلو خبره نه مني.
لهدې سره تخار کې د افغانستان بانک د نمایندهګۍ مرستیال فریدون هاشمي وايي، د دغه بانک د پولیسو له لوري د رشوت اخیستلو ادعاوې بېبنسټه دي؛ خو زیاتوي، هغه کسان چې د بانک له کارکوونکیو سره اړیکې او شناخت ولري؛ کارونه یې ژر خلاصېږي.
تخار کې د افغانستان بانک چارواکي وايي، د ایران د ویزو ټیټې بیې او د حج سفر پیلېدو له کبله، د پاسپورټ غوښتونکي زیات شوي او د همدې لهپاره ورځ کې سلګونه کسان د بانک تعرفي تحویلولو لهپاره د افغانستان بانک ته ورځي چې دغه بانک کې د ګډوډۍ جوړېدو لامل شویدی.





