د ۱۲،۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د ژوند ژغورونکيو واکسینونو تړون لاسلیک شو

جاپان هېواد د ملګرو ملتونو د ماشومانو له‌پاره د وجهي صندق (یونیسف) سره د یوې غونډې پرمهال د افغانستان له پاره د ۱۲،۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د ژوند ژغورونکيو واکسینونو تړون لاسلیک کړ.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د دې تړون له مخې به د ۱،۳ میلیونو ماشومانو او ۶ میليونو هغو مېرمنو ته چې د اومیندوارۍ عمر ته رسېدلي وي؛ واکسینونه واخیستل شي.

غونډې ته د عامې روغتیا وزارت وزیر فیروزالدین فیروز وویل، د هېواد د ماشومانو له پاره واکسین د دوی په لومړیتوبونو کې دی، چې په مرسته به یې د ډېرو ماشومانو او میندو ژوند وژغورل شي.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، یونیسف اداره به د دې مرستې په واسطه افغانستان ته د تبرکلوز، پولیو، تور زېړي، شري او تیتانوس واکسینونه وپېري.

د فيروز همدارانګه وویل، چې دغه واکسینونه به د ورځني پروګرام له لارې ۱،۳ میلیونو ماشومانو ته چې عمرونه یې له یو کاله کم وي او ۶ میلونو مېرمنو ته چې د اومیندوارۍ په جریان کې وي؛ تطبیق شي.

د ده په خبره، چې دا واکسینونه به په څلورو ځلو سراسري او له څلورو نه په ډېر ځله په فرعي کمپاینونو کې په هغو ولایتونو کې چې د پولیو خطر سره مخ دي؛ تطبیق شي.

غونډې ته په افغانستان کې د جاپان سفیر مستوجي سوزاکا د خپلو خبرو په دوام له افغانستان سره د جاپان د مرستو په اړه وویل، جاپان غواړي، چې د نورو برخو ترڅنګ له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې هم خپلې مرستې جاري وساتي.

غونډې ته د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې استازې ادل خضر هم وویل، چې ژوند ژغورونکي واکسینونه د دې لامل شوي، چې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه کړې ده.

مېرمن خضر وویل، چې په ۲۰۱۵ کال کې د پولیو ۲۰ پېښې ثبت شوې وې، چې دغه شمېره په روان کال کې د ژوند ژغورونکیو واکسینونو په مرسته ۱۲ ته راټیټه شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام