په غور کې د نوم‌لیکنې له‌پاره د ښځو د هڅونې کمپاین

د غور ولایت ځېنو ښځو نن د یو کمپاین په ترسره کولو سره په‌دې ولایت کې ټاکنو ته د ښځو په هڅولو سره وویل چې ډېرې ښځې د پېژندپاڼو د نه‌لرلو پر اساس په ټاکنو کې ګډون نه‌شي کولی او دا ستونزه باید حل شي.

د غور ولایتي شورا غړې کلثوم رضايي د دې کمپاین یوه غړې وايي، د دې کمپاین یو مهم هدف د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې په تړاو د پوهاوي ورکول او د ښځو پوهول دي.

خو د غور د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس فضل‌الله جلالي په‌دې ولایت کې د ټاکنو له‌پاره د ښځو د نوم‌لیکنې بهیر پرُرنګی بولي او وايي،  تر اوسه‌ په‌ غور کې ۹۰ زره ښځو او نارینه‌وو نوم‌لیکنه کړې‌ده.

په ورته وخت کې د دې کمپاین جوړوونکي د غور ولایت د ټاکنو له خپلواک کمېسونه غواړي چې د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې بهیر څو ورځې نور هم وځنډوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام