
د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت مسوولین وايي، چې د طبیعې پېښو له زیانمنو شویو سره د مرستو رسولو لهپاره به تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې یوه جامع طرحه جوړه کړي او د تصویب په موخه به يې ولسي جرګې ته واستوي.
طبیعي پېښو ته د رسیدهګۍ په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دغه برنامه به د لوړو زدهکړو، حج او پوهنې وزارتونو په همکارۍ عملي شي.
دغه خبري ناسته د "ایکو" یا د اقتصادي ګډۍ همکارۍ سازمان لهخوا د خطراتو د کمولو د ارزونې په موخه جوړه شوې.
.jpg)
برمک وايي، له جګړو سربېره، موسمي سیلابونه، وچکالي او واورې ښويدنې هم د خلکو ژوند ګواښي.
پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت سلاکار عزت الله صدیقي وویل، افغانستان شمال او شمال ختیځ سیمې د زلزلې په کرښه پرتې دي، سوېل او سوېل لویدیځې سیمې بیا د سیلابوونو، د شګو توپانونو، مرکزي او ختیځې سیمې هم د واورې ښویېندنې سره مخ کېږي.
د ژمي په موسم کې درنې واورې، زلزلې او سیلابونه په افغانستان کې هر کال خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اړوي.
سږنۍ کال هم د زیاتې واورې ورېدنې له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیات شمېر ولسي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل.





