.jpg)
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د حلقوي سړک د چارو پر پڅ بهیر نیوکه کوي او وايي، نه یوازې د یاد سړک چارې بشپړې شوې نهدي، بلکې جوړې شوې برخې یې هم ښه کیفیت نهلري او پر مواصلاتي لارو یې هېڅ مثبت اغېز نهدی کړی.
د بدخشان د دوو سرحدي ولسوالي اوسېدونکي خیرالله او افضل چې د همدې سړک شاوخوا ته اوسېږي وايي، د یاد سړک پنځوس سلنه چارې پاتې دي او د حکومت له مرکزي ادارې نه ورغلي پلاوي یې هم ښه څارنه نهده کړې.
د دوی په وینا، اړوندو ادارو ته د یاد سړک د چارو په اړه ناسم راپورونه ورکول کېږي او دغه راز په «غز درې» سیمه کې د سړک چارې چې باید په ۸ میاشتو کې بشپړې شوې وای، خو اوس یې لس کاله وتلي او چارې یې پر ځای پاتې دي.
په همدې حال کې د مایمي ولسوالي ولسوال کامبېز قرباني وايي، د حلقوي سړک چارې د قرارداد خلاف په ټيټ کیفیت پلې شوې دي.
د نوموړي په وینا، که څه هم د یاد سړک یوه برخه پرانېستل شوې، خو خپلې ستونزې لري او موږ ورسره همغږي نه یو.
خو د بدخشان د کلیو او لارو جوړولو ملي ادارې مسوولان په دغه ولایت کې د حلقوي سړک د کار له پای ته رسېدو خبر ورکوي.

د دې ادارې مسوول نادرشاه وايي، د یادې پروژې ۹۹ نوي سلنه چارې بشپړې شوې او له ۵۶۸ کیلومتره سړک نه یوازې په مایمې ولسوالي کې ۳،۵ کیلومتره سړک پاتې دی چې ډېر ژر به یې چارې بشپړې شي.
د نوموړي په وینا، د یاد سړک ځینې نورې رغاونیزې چارې، استنادي دېوالونه، پلچکونه او ۱۴ نور پلونه هم پاتې دي او هڅه کوي چې هغه هم بشپړې شي.
د مالوماتو له مخې، د بدخشان د حلقوي سړک پر جوړېدو تراوسه یو میلیارد او ۲ سوه او ۷۴ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او په بشپړېدو سره به یې د دغه ولایت ۱۰ لرې پرتې ولسوالي د بدخشان له مرکز فیضاباد سره ونښلوي.





