«سړک او برښنا غواړو»؛ غوريانو په کابل کې هم لاريون وکړ

په کابل کې مېشتو د غور ولايت اوسېدونکيو  د بوديجې د نه انډوالي په تړاو لاريون وکړ او حکومت يې د خپلو غوښتنو په اړه په نه پاملرنې تورن کړ.

دوی وويل، حکومت د ۱۳۹۹ مالي کال بوديجه کې د غوريانو په حق کې بې‌عدالتي کړې ده.

د غور په فېروزکوه ښار کې د دې ولايت اوسېدونکيو له ۹ ورځو راهيسې د دې ولايت د مقام مخې ته خېمه درولې او د ټولو دولتي ادارو دروازې يې تړلې دي او له حکومته غواړي چې دې ولايت ته جدي پام وکړي.

دوی خبرداری ورکوي که چېرې حکومت يې غوښتنې ونه مني او عملي اقدام ونه کړي خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکوي او هېڅ دولتي ادارې ته به د کار کولو اجازه ور نه کړي.

د غوريانو د سرتاسري شورا رييس عبدالقادرغوري وايي چې د ۱۳۹۹ مالي کال بوديجه ټولو ولايتونو ته يو شان نه ده ځانګړې شوې او زياتوي چې غور يو لرې پروت ولايت دی چې له هرڅه محروم دی.

نوموړی وايي، غوريان يوازې د سړک جوړول او برښنا غواړي.

د غور يو اوسېدونکی غلام‌نبي وايي چې د دوی درد او ستونزې له نورو افغانانو بېل نه دي.

د يادولو ده چې څلور کاله وړاندې ولسمشر غني غور ولايت ته په خپل سفر کې ويلي و چې د دې ولايت لويې لارې او د برېښنا بند به جوړوي؛ خو تر اوسه يې په دې اړه هېڅ کار نه دی کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم دوه ورځې وړاندې غور ته د يوه هیت د لېږلو خبر ورکړی و؛ خو تر اوسه دا پلاوی غور ته نه دی تللی.

په دې تړاو:

 

هرات کې د غور ولايت سلګونه اوسېدونکيو لاريون وکړ

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام