له ښځو سره د تاوتریخوالي له ۲زرو ډېرې قضیې څېړل شوي

له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ مسوولین وايي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په شویو اقداماتو کې بریالي دي.

خبري غونډې ته له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ د تمیز رییسې زرغونې مستغفر وویل، چې دوی د کال له پیله تراوسه له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲ زره ۴۴۲ پېښې څېړلي او له دې شمېرې یوزرو ۳۷۵ یې د مرکز او پاتې نورې د ولایتونو څارنوالیو څېړلي دي.

مېرمن مستغفر زیاتوي، چې په مرکز کې ۱۴۹ قضیې وروستۍ او  ۱۵۷ یې لومړنۍ محکمې ته لېږل شوي او ۲۳۰ قضیې اوس تر څېړنې لاندې دي.

خبري غونډې ته له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ رییسې پروین رحیمي وویل، چې دوی له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي له‌پاره جدي هڅې پیل کړي.

دې وویل، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ کار کوي.

د مېرمن رحیمي پروینا، دوی له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې له لوړو زده‌کړو وزارت، عامې روغتیا وزارت او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې خلکو ته له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

مېرمن پروین د ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون له خوا د خپرو شویو شمېرو په اړه وویل، څومره چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو ته لمن ووهل شي؛ په هماغه اندازه دغه پېښې زیاتېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه خپور شوي راپور کې ویلي و، چې د مېرمنو پروړاندې په تاوتریخوالي کې ۶،۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

مېرمن پروین وویل، ۲۴۴هغو نجونو ته چې نوې له حقوقو او شریعاتو پوهنځیو فارغ شوي دي ۷ میاشتې زده کړه ورکوي او وروسته په همدې څارنوالۍ کې په کار ګومارل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام