
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، چې اعتراض کوونکیو د کابل ښار په عمومي واټونو کې د خېمو په درولو سره د عامو خلکو پر مخ لارې بندې کړي او حکومت باید دا خېمې ټولې کړي.
د جرګې غړي منورشاه بهادري وویل، چې په خېمو کې را غونډ شوی اشخاص د خپلو مدني حقونو غوښتنه کوي؛ خو د نورو په حقونو تېری کوي.
ده زیاته کړه، په هره خېمه کې د ګوتو په شمار ناستو کسانو د ټولو ښاریانو او په لاره تلونکیو وګړیو کاروبار او ژوند ورتریخ کړیدی.
د جرګې بل غړي صالحمحمدصالح هم د اعتراض په روان حالت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، هېڅوک حق نهلري چې د اعتراض په نوم د نورو خلکو لارې بندې او مزاحمت وکړي. ده هم له حکومته غوښتنه وکړه، چې د اعتراض کوونکیو خېمې ټولې کړي.
د پکتیا د خلکو استازي نواب منګل هم د اعراض کوونکیو پهدې حالت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې موږ د سالم اعتراض حق لرو؛ خو ځانته د دا ډول حق ورکول به له نورو سره ډېر زیات ظلم وي، چې د ښار او کاروبار ټولې مهمې لارې بندې کړو.
د منګل پر وینا، کله چې د یو اعتراض یا مدني غږ د پورته کولو پرمهال یو ناروغ روغتون ته په لاره ساه ورکوي؛ حکومت باید د دې ستونزې د حل لهپاره یوه مناسبه لاره ولټوي او که خېمې نه ټولوي؛ لږ تر لږه یې باید څنډو ته کړي.

دوی وړاندیز وکړ، چې د یوې پېښې د اعتراض پر وړاندې دې د نورو اعتراضونو د راپورته کولو هڅه نهکېږي، ځکه چې همدا اوس د کابل ۶ میلیونه وګړي، له بندو واټونو نه تنګ شويدي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي ډاکټر ظهیر سعادت وویل، چې د لاریون او اعتراض په توګه د خېمو درول د خلکو حق دی. د ده پر وینا، خلک حق لري، چې د بېکارو چارواکیو د لېرې کولو او سمون غوښتنه وکړي.
په غونډه کې یو شمېر وکیلانو وړا ندیز وکړ، چې د ولسي جرګې مشر دې د یو ګډ کمېسیون په جوړولو سره د حکومت او اعتراضګرو ترمنځ د روغې ـ جوړې منځګړيتوب وکړي. د ده پر وینا، پهدې کمېسون کې دې د هر ولایت یو استازی او یو اوسېدونکی غړیتوب ولري. د ولسي جرګې مشر د دې وړاندیز هرکلی وکړي او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د کمېسیون په تشکیل پیل وکړي.
په همدې حال کې لويې څارنوالۍ د کابل خونړي برید، پر لاریون کوونکو د ډزو او سالم ایزدیار پر جنازې د بریدونو په اړه له څېړنو خبر ورکوي.
د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي سلاموطندار ته وویل، چې دوی د دغو بریدونو او قربانیانو د موضوع د څېړلو په موخه یو پلاوی ټاکلی، څو پهدې هکله ټول اسناد جمع او وروسته يې نتایج له خلکو سره شریک کړي.
په پلازمېنې کابل کې نه یوازې له څوو ورځو راهیسې اعتراضګرو د ښار د ننه ډېرې لارې په خېمو تړلي، بلکې د همدوغو خېمو د امنیت د نیولو په موخه پولیسو هم د کانتینرونو او خپلو موټرو په درولو سره د ښار ځېنې لارې بندې کړي، چې له امله یې په دې روژه او ګرمۍ کې کابل ښاریان له ډېرو ستونزو سره مخ شويدي.





