
له تیرې پنجشنبې(اګست ۱۱مې) راهیسې، چې د حکومتي مشرانو ترمنځ اختلاف رسنیز شو، اوس د ټولنیزو پاڼو په ځانګړي ډول فیسبوک کاروونکو ترمنځ طنزیه لیکنې او د فوتو شاپ انځورونه خپريږي.
په زیاتو ټولنیزو او فیس بوک پاڼو کې طنزيه لیکنې، غیبت او یاهم د حکومتي مشرانو کارتونونه او فوتو شاپ شوي انځورونه، لیدل کیږي.
د فیسبوک کاروونکي ځينې وخت د زیات عصبانیت له وجې د ولسمشر او اجرایوي مشر ترمنځ د اختلافاتو له وجې له ښکنځاوو نيولې قوي او تندې نیوکې کوي.
د بیلګې په توګه د فیس بوک ډیرو کاروونکو لیکلي، چې د حکومت مشرانو پرله پسي اړیکو له امله جان کیري دوه ورځې خپل تلیفون بند کړی دی.
د فیس بوک یوه بل کارونکي لیکلي:"جان کیري ته غږ وکړئ چې دروازه نه خلاصوي"دا جملې د ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ اختلافات ښيي.
د امریکې بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ولسمشري د ۱۳۹۳ لمریز کال ټاکنو دویم پړاو کې له کړکیچ وروسته د منځګړیتوب په موخه افغانستان ته راغی، چې د نوموړي په منځګړتوب د ملي یووالي حکومت جوړ شو.
حکومت د مشرانو ترمنځ د اړیکو له خرابیدو وروسته هیوادوال تمه لري، چې بیا له بهره کوم څوک راشي او تیارې ورځې بیرته رڼا کړي.

خو پوښتنه دا ده چې د بدلون په حال کې افغاني ټولنه کې د طنز دا ډول کارول ترکومه بریده کولی شي اغیز او ځای ولري.
په دې اړه ټولنپوه جمعه خان محمدي وايي، چې کاریکاتور د پیغام د انتقال یوه وسیله ده دا شان کړنې په لنډمهاله کې عامه افکارو ته لوری ورکول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا کړنې په اوږدمهاله کې پر دولت اغیز کولی شي.
د یادونې ده چې د نوي حکومت له پیل راهیسې د ټولنیزو رسنیو کارونکو ترمنځ د طنزيه او فوتو شاپ شويو انځورونو کارول زیات شوي دي.
د ملي وحدت حکومت له پېل راهیسې له طنز، کارټون او نورو فوټوشاپ شویو انځورونو څخه په ټولنیزو شبکو کې زیات شوي او هرکله، چې د ملي وحدت حکومت د رهبرانو ترمنځ اختلافات زیاتيږي، نو د ټوکو، طنزیه لیکنو او کارټونو خپرولو بازار هم ګرميږي.





